د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو تالار

تمه ده نن دوشنبې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا د افغانستان د وضعیت په اړه خپل راپور د دې سازمان امنیت شورا ته وړاندې کړي.

یوناما په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دا غونډه د افغانستان په وخت د شپې ۱۱ نیمې او د نیویارک په وخت د مازیګر درې نیمې بجې پیلیږي.

مېرمن اوتونبایوا په خپل مخکیني راپور کې چې د لیندۍ په ۲۲مه یې د امنیت شورا ته وړاندې کړو، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر طبي زده کړو د بندیز له زیانونو د خبرداری ترڅنګ له طالبانو یې غوښتي وو چې پر دې پرېکړه له سره غور وکړي.

همداراز د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په خپل تازه راپور کې چې د تېرې اوونۍ په پای کې خپور شوی ویلي، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د خپل واک د ټینګښت لپاره نور اقدامات کړي دي.

په دې راپور کې دا هم راغلي وو چې د طالبانو د محدودیتونو دوام په ځانګړې توګه د ښځو پر ضد پالیسۍ او اقدامات، د افغانستان اقتصادي فعالیتونه کم کړي او د خلکو د ژوند شرایط یې لا پسې خراب کړي دي.