
د روسیې او متحدوایالتونو جګپوړو چارواکو د سعودي عربستان په پلازمېنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې پیل کړې.
د متحدوایالتونو د بهرنیوچارو د وزیر مارکو روبیو او د روسیې د بهرنیوچارو د وزیر سیرګي لاوروف په مشرۍ پلاوو نن په ریاض کې خپله غونډه پیل کړه. د دې خبرو هدف د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ډونالډټرمپ او ولادیمیر پوتین ترمنځ د سرمشریزې لپاره د لارې اوارول دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون وویل چې اوکرایني چارواکي به په دې خبرو کې ګډون ونه کړي او زیاته یې کړه چې که کییف ته په خبرو کې ونډه ورنه کړل شي نو هېواد به یې د خبرو نتایج ونه مني.
ولسمشر ټرمپ د روانې فبروري میاشتې په لومړیو کې د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه وویل چې ده او ښاغلي پوتین موافقه کړې چې دا جګړه به ژترژره د خبرو له لارې پای ته رسوي.
1 Trackback / Pingback
Comments are closed.