
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اوکراین د سولې خبرو کې د ګډون په موخه تېره شپه سعودي عربستان ته روان شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس ویلي، روبیو به په جده کې درې ورځې تېرې کړي او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هغو اهدافو تمرکز وکړي چې موخه یې د اوکراین جګړې پای ته رسول دي.
دا په جده کې د اوکراین د جګړې په اړه دویم پړاو خبرې دي.
که څه هم په لومړي پړاو خبرو کې اوکرایني چارواکي نه وو حاضر خو د فرانس پرېس د راپور له مخې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي دا ځل اعلان کړی چې په دې غونډه کې به ګډون وکړي.
د اوکراین د سولې په اړه دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې تېره اوونۍ د امریکا حکومت له اوکراین سره پوځي مرستې او استخباراتي معلومات شریکول وځنډول.