خبریال: فضل الله فضلي
د اکراین ولسمشر اعلان کړی، چي د یوې اکراينۍ پوځي الوتکي له نسکورېدو وروسته یې د الوتکي تور بکس یا ریکارډر موندلی او د هر اړخیزي څېړني امر یې ورکړئ دئ.
تېره جمعې ورځ په اکراین کي ددې هیواد د هوايي ځواک یوه ترانسپورټي پوځي الوتکه د چوغیوف ښار په ختیځ کي نسکوره سوې، چي له امله یې ۲۶ تنه ووژل سول.
ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل:
د الوتکي بې پري څېړني کیږي، چي له امله یې ۲۶ کسان وژل سوي دي.
ددې پېښي له امله دوه تنه ټپیان سوي هم دي، چي تر درملني لاندي دي.
د یاد هیواد د لويي څارونوالۍ په وینا چي دا پوځي نسکوره سوې الوتکه انتونوف An-۲۶ وه.
ددې هیواد د اضطراري خدماتو د معلوماتو له مخي، چي په الوتکه کي سپاره ۲۷ کسان د نږدې هوايي ځواک د پوهنتون کارکوونکي او ساتونکي وه.
ددې پېښي له امله تېره شنبې ورځ په اکراین کي د ماتم ورځ اعلان سوې وه.
د جنیوا د هوایي پیښو د ارشیف د راپور له مخي د ۲۰۱۷ کال راهیسي د انتونوف ۱۰ الوتکي رانسکوره سوي، چي په دې کي د ۲۰۱۸ کال هغه الوتکه هم شامله ده، چي د سوریې په شمال لویدیځ کي د همیمین په هوایي اډه کي د کښته کېدو پر مهال نسکوره سول، چي ۳۹ کسان پکښي ووژل سول.