سوله او جګړه، ریاض کې د اوکرایین د سولې خبرې روانې دي، پر مسکو هوايي بریدونه شوي

د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د امریکايي او اوکراییني چارواکو ترمنځ د سولې خبرې اترې پیل شوي دي

په داسې حال کې چې د روسیې پر پلازمینه مسکو د اوکرايين ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي، د اوکرايين د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سعودي عربستان کې یې له امریکايي چارواکو سره د سولې په اړه خبرې روانې دي.

په دغو مذاکراتو کې د اوکرايين په استازیتوب د ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي د دفتر مشر اندري یرمک، د ملي امنیت سلاکار، د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو وزیران ګډون کوي.

 بل پلو، په امریکايي پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د منځني ختیځ لپاره د دغه هېواد سفیر سټیو ویټکوف برخه لري.

د اوکرايين جګړې ته د پای موندلو په هڅه کې دا خبرې داسې مهال روانې دي چې روسیې چارواکو وايي، پر پلازمېنې مسکو او څېرمه سيمو کې د شپې د بې پيلوټه الوتکو “پراخ بریدونه” شوي چې لږ تر لږه دوه تنه پکې وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

د مسکو والي اندرې ووروبیف وايي، په بریدونو کې ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د هغه په ټکو،  په بریدونو کې د یوې هستوګنیزې ودانۍ اوو اپارتمانونو ته تاوان رسېدلی دی. هغه پر خواله رسنۍ د هغو ودانیو او سوځېدلو ګاډو عکسونه خپاره کړي چې په دغو بریدونو کې زیانمن شوي دي.

په عین حال کې د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین وايي، د ښار پر لور ور روانې ۷۳ ډرون الوتکې یې غورځولې دي چې د هغو غورځېدو هم د یوه کور بام زیانمن کړی دی.

د روسیې دفاع وزارت هم د خبر پخلی کړی او وايي، تېره شپه په پلازمېنه مسکو او د دغه هېواد په نهو نورو سیمو کې ټولټال ۳۳۷ اوکرايينۍ ډرون الوتکې یا له منځه وړې دي او یا یې د هغوی د برید مخه نیولې ده. اوکرايين تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

About ياران ټیم 3431 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.