مارکو روبیو: د اوکراین او امریکا ترمنځ خبرې د مرستو پراخولو لامل کېدای شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، د اوکراین او امریکا ترمنځ د خبرو نتایجو ته هیله من دی.

دا خبرې نن په جده کې د سعودي عربستان په کوربه توب په پام کې دي.

روبیو پرون دوشنبې د سعودي عربستان په سفر کې د خبریالانو سره په خبرو کې وویل، که دا مذاکرات په سم ډول پرمخ ولاړ شي اوکراین کولی شي بیا هم د امریکا پر نورو مرستو تکیه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سعودي عربستان ته له رسېدو وروسته د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي هم سعودي عربستان ته رسېدلی او ده هم پرون له بن سلمان سره وکتل، خو په نننیو خبرو کې به ګډون ونه کړي.

په اوکراینې پلاوي کې د ولسمشر زیلینسکي د دفتر رییس اندرې یرماک د بهرنیو چارو وزیر اندرې سیبیها او دفاع وزیر رستم عمروف شامل دي او په پام کې ده چې نن به له امریکایي چارواکو سره خبرې وکړي.

په دې خبرو کې به په اوکراین کې د اوربند او سولې د موافقې د څرنګوالي په اړه بحثونه وشي.

About ياران ټیم 3431 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.