
د بریټانیا د دفاع وزارت منلې چې د بیا مېشتېدنې لپاره له ۲زرو زیاتو افغان پخوانیو کماندو ځواکونو غوښتنلیکونه یې رد کړي دي.
د بي بي سي د هغې راپور له مخې چې د دوشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۷ مه یې خپور کړی، “په افغانستان کې په هغو واحدونو کې چې د بریټانیا له ملاتړه برخمن وو د دغو کماندویانو د خدمت کره شواهد موجود دي”.
ویل شوي چې دا ځواکونه په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو مخکې، د بریټانیوي ځواکونو لخوا، روزل شوي مالي تمویل یې شوی او یا هم په مستقیمه توګه ملاتړ شوی دی.
له ۲زرو د زیاتو غوښتنلیکونو د ردېدو خبره، د روانې میاشتې په لومړیو کې د محکمې په جلسو کې د بریټانیا د ځانګړو ځواکونو د یوه پخواني غړي لخوا د شکایت په ترڅ کې څرګنده شوه.
د دې خبرې افشاکېدل د بریټانیا دفاع وزارت د هغو پخوانیو ادعاوو خلاف دي چې ویلي یې وه هغه افغانان چې له بریټانیوي ځواکونو سره یو ځای کار کړی وي، د بریټانیا د بیا میشتیدنې پالیسیو په چوکاټ کې دغه هېواد ته د انتقال او ځای پرځای کیدو وړ دي.
د بریټانیا دفاع وزارت څلور میاشتې مخکې ویلي وه، غواړي د سلګونو تنو ځانګړو افغان ځواکونو چې په افغانستان کې یې له بریټانیوي ځواکونو سره کار کړی او دغه هېواد کې یې د پناه غوښتنې مخکې رد شوي ، له بیا ارزونې وروسته بریټانیا ته انتقال کړي.
د بریټانیا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر جمهوري نظام پر مهال شا او خوا ۲ زرو افعان ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې له بریټانیوي ځواکونو سره په ګډه دنده ترسره کړې ده چې دا ځانګړې قطعې د «Triples” په نوم د بریټانیا د حکومت له خوا تمویلېدې.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د (اې، ار، ای، پي) یا افغانانو سره د مرستې او مېشتېدنې په نوم یوه یو پروګرام د هغو افغانانو لپاره طرحه شوه چې د طالبانو له واک مخکې یې په افغانستان کې له بریټانیوي ځواکونو یا دولت سره کار او همکارۍ کړې وي.
رسمي شمېرې ښیي چې د تېر میلادي کال تر سپټمبر میاشتې ۱۷زره او ۹۵۶ د دغه (اې، ار، ای، پي) پروګرام په چوکاټ کې بریټانیا ته انتقال شوي دي.
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره، یو شمیر هغه افغانانو چې له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی و، خپل د پناه غوښتنې او کډوالۍ د کیسونو د چارو د مخته وړو لپاره ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ته تللي او هلته دېره دي.