ځوانان او شخصیت جوړونه؛ د درونګرا او برونګرا ځانګړنې

رنګین تجريدي ډیزاین
ژباړه

شخصیت یعنې د لاسته راوړنو ټولګه، هوساینه، د یو شخص ذهنیتونه، انګېزې او عملونه او د مختلف چاپیریال شرایطو سره تعامل کول دي.

تراوسه ښایي په ژوند کې داسې ډېرو سوالونو سره مخ شوي یاست لکه: څومره خپل ځان پېژنو؟ څومره خپل د ځان له ځواک څخه خبر یو؟ ولې تراوسه هغه څه ته نه یو رسېدلي کوم څه چې مو غوښتي؟ څنګه د نورو انسانانو په شخصیت پوه شو؟

ددې د پېژندلو لپاره د ارواپوهانو لخوا هر ډول ابزارونه جوړ شوي. خو د ښه ډاډ لپاره باید تر ټولو د ډاډ وړ یې پیدا کړو.

ترټولو ښه او د ډاډ وړ تسټ د خپل شخصیت پېژندلو لپاره په نړۍ کې MBTI دی. دا ټسټ باید د یو ښه مشاور او متخصص سره ترسره شي ترڅو وکولای شئ ترټولو معتبرې پایلې ته ورسېږئ.

د MBTIټسټ مشهور سوئیسي یونګ جوړ کړ.

کلونه وروسته دوه نور ساینس پوهان، بریګز او مایرز د یونګ تیوریو او پایلو په کارولو سره او همداسې د نورو برخو د څېړنو په ترسره کولو سره د کرکټر جوړلو په برخه کې MBTIد کرکټر تسټ یې ډیزاین کړ.

د کرکټرونو یا شخصیتونو ډولونو:

احساسي، شمي، فکري، حسي، ملاحظه کوونکي، قضاوت کوونکي، متعصب، ټولنیز دي.

د درونګرا او بیرونګرا کرکټرونو معرفي:

درونګرا:

دا وګړي محافظه کاره او خجالتي وي، تل یو ډول او یو نواخته وي، په یوازې توګه هر کار ترسره کوي او مستقله وي، خپل له دننه ځان څخه انرژي اخلي، خپل موضوعات په ذهن کې ارزوي او څېري یې، خپل شخصي موضوعات ډېر کم له نورو سره شریکوي، ډېر اوري او لږې خبرې کوي، خپله خوښي خپل ځان سره ساتي، نه یې خوښیږي چې د نورو د پام وړ وي، د هر عمل نه مخکې لومړی فکر کوي او د ټولو منځ کې ځان نا امنه احساسوي.

برونګرا:

دا وګړي له نورو سره ډېره مینه کوي او خوښیږي یې چې ټولنه کې اوسي، با جرئته، فعال او ځواک درلودونکې وي. اکثره وخت خوشاله، هیجاني وي، خپلې بریا او راتلونکې ته هیله لري، کنجکاوه، په عمل کې قاطع او خوښیږي یې چې خبرې وکړي، د لوړ غږ سره فکر کوي، مینه لري چې د نورو د پام وړ وي، خپلې شخصي خبرې په راحتۍ سره د نورو سره شریکوي، اول عمل بیا فکر کوي او د غوږ نیولو پر ځای ډېرې خبري کوي.

د ځانګړي شخصیت رازونه:

هدفمنده ژوند درلودل، پر محیط تسلط لرل، د نورو سره مثبته اړیکې درلودل، شخصي پرمختګ او د خپل ځان منل دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.