ژباړه: عطا محمد میاخېل
آیا پوهېږئ چې مینهناک مدیران کوم عادتونه لري؟ ښایي تر دې دمه مو یو ځواکمن او بانفوذه رییس لرلی وي او پوهېږئ چې د شرکت د بریا لپاره یې شتون څومره اړین دی. د دې لیکنې په دوام تاسو ته وایو، چې مینهناک مدیر څوک دی او کوم عادتونه یې په خپل ځان کې بنسټیز کړي دي.
۱ ـــ بریالي مدیران خپله موخه په روښانه توګه بیانوي
د مشاورې (Fox & Company) شرکت مدیر او د څنګه یو فوق العاده رییس و اوسو؟ کتاب لیکوال جفری. جي فاکس (Jeffery J. Fox) وایي:
“بریالي مدیران د خپلو کارمندانو د وړتیا کچه سنجوي او پر خپلو شاوخوا پېښو تمرکز لري. هغوی د دې لپاره، چې وکولای شي، د خپلو کارمندانو وړتیاوو و ارزوي، له هغوی سره د شرکت په اړه خبرې اترې پیلوي.”
ښه او مینهناک مدیران دوه اړخیزې خبرې نه کوي او تل خپله موخه په روښانه او واضحه توګه بیانوي.
فاکس وایي: “د ډېری کارمندانو دوهاړخیزې خبرې نه خوښېږي، نو که روښانه او واضحې خبرې ونه کړئ، نو اړ کېږئ چې د آوازو د له منځه وړلو لپاره خورا ډېره انرژي مصرف کړئ.”
۲ ـــ بریالي مدیران پر خپلو کارمندانو اعتماد لري
فاکس وایي: “ښه او مینهناک مدیران تل هوښیار، رښتیني او پیاوړي کارمندان په کار ګماري او له هغوی سره اغېزمنه اړیکه ټینګوي. هغوی تجربې ته پام کوي او خپلو کارمندانو ته اجازه ورکوي، چې خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.”
که ښه کارمندان پر کار وګمارئ، نو د ټولو جزئیاتو مدیریت ته اړتیا نه شته او د کارونو د سم یا ناسم ترسره کېدو په اړه به اندېښنه ونه لرئ.
فاکس خبر ورکوي: “ځینې مدیران د یوه بڼوال په څېر مهارت لري، هغوی تل په بڼ کې دي او د اضافي ښاخونو د غوڅولو، کود ورکولو، خړوبولو، د بېکاره بوټو او د مضرو حشراتو د له منځه وړلو کارونه ترسره کوي.”
۳ ـــ بریالي مدیران په خپل تګلوري کې ثابت قدمه دي
د مدیریت په ښوونیزه موسسه کې، نوې څېړنه چاپ شوې ده، چې څرګندوي، له کارمندانو سره ناسمه اړیکه، د مدیر وړتیاوې تر پوښتنې لاندې راولي، ځینې داسې فکر کوي، که کله وخت ښه چلند وکړي، له دې څخه غوره ده، چې تل بد خُلقه او سخت ګیره و اوسي، خو څېړنې څرګندوي، هغه کارمندان چې کله وخت ورسره ښه چلند کېږي، تر هغو کسانو چې په هغو ځایونو کې کار کوي، چې تل له هغوی سره ښه یا بد چلند کېږي، ډېر زیات اروایي فشار (سټرس) لري.
۴ ـــ بریالي مدیران د خپلو کارمندانو د کار پر ارزښت پوهېږي
د سټنفورډ د پوهنتون استاد او څنګه غوره واوسئ او له بدو څخه زدهکړه وکړئ په برخه کې ښه مدیر، بد مدیر د کتاب لیکوال روبرټ آی. ساټن (Robert I. Sutton) وایي: “هغه وخت به بریالی مدیر وئ، چې د خپلو کارمندانو ارزښت درک کړئ.”
نوموړی زیاتوي: “دا تصور چې مدیران کولای شي هر څه مدیریت کړي، بنسټیزه تېروتنه ده.”
باید د کارمندانو ټول جزئیات په پام کې ونیسئ او هغه ننګونې، چې ښایي ورسره مخامخ شئ، وې پېژنئ او مدیریت یې کړئ.
۵ ـــ بریالي مدیران اجازه ورکوي، چې کله وخت تېروتنه وکړئ
فاکس پر دې باور دی: “هر څوک تېروتنه کوي، کله چې کارمندان له حقیقت څخه ووېرېږي، نو شرایط او حالات لا پسې خرابېږي.” په وروستیو کې فاکس له هغه لارښود سره کار وکړ، چې کارمندانو یې له تېروتنې څخه ډار درلوده او هېڅ کار یې نه ترسره کاوه. هغه وایي: “که کارمندان پر دې پوه شي، چې په یوې تېروتنې سره کوم څه نه خرابېږي، په کار بوختېږي او د کارونو په ترسره کولو کې همکاري کوي.”
۶ ـــ بریالي مدیران خپل مقام پېژني او پرې پوهېږي
ساټن وایي: “ښه مدیران پر دې باندې پوهېږي، چې کار کول د دوی لپاره کومې ښېګڼې لري. کله چې د مراتبو په سلسله کې کار کوئ، پورته کسان غواړي، چې ډېر ځواک ولري او که چېرې کافي معلومات ونه لرئ، نو ستر ناورین رامنځته کېږي.”
هغه مدیران چې دې درک ته رسېدلي، چې د خپلو کارمندانو لپاره څه ډول چاپېریال رامنځته کړي او د خپلو پیاوړ او کمزور ټکو په اړه معلومات پیدا کړي، په غوره توګه کولای شي، په خپل اروایي فشار غلبه وکړي او د کار ځای ستونزې له سره تېرې کړي.
۷ ـــ بریالي مدیران شرایطو ته نظم او ترتیب ورکوي
که مدیر د پورته مقاماتو د خوښې او منلو وړ وي، کولای شي د خپلو کارمندانو له حقونو څخه دفاع وکړي او د هغوی نظرونه ولېږدوي.
۸ ـــ بریالي مدیران تاسو ارزښتمن ګڼي
خپل ځان له کارمند څخه په لارښود بدل کړئ، په برخه کې “تر ټولو غوره شونی مدیر و اوسئ” کتاب لیکوال بېل سیګریو (Bill Seagraves) وایي: “بریالي مدیران دې درک ته رسېدلي دي، چې تاسو د خپل ځان لپاره ژوند لرئ، چې درته ارزښتمن دی.”
باید خپلو کارمندانو ته اجازه ورکړئ، چې یو وخت په خپلو شخصي کارونو ولګوي او دغه راز یو څه وخت له خپلې کورنۍ سره تېر کړي، نو باید د خپل ځان لپاره یو وخت په پام کې ونیسئ. بېل سیګریو وایي: “که دا کار ترسره نه کړئ، نو د خپلو کارمندانو د خواشینۍ او خپګان لامل به شئ.”
ساټن وایي: “کله چې خپلو کارمندانو ته دا شونتیا ورکړئ، چې خپل شخصي ژوند ته لاسرسی وکړي، نو دا ښکاره کوئ چې هغوی او کارونو ته یې درنښت لرئ.”
۹ ـــ بریالي مدیران پرمختګ ته ارزښت ورکوي
سیګریو وایي:
مینهناکو او بریالیو مدیرانو په ښه توګه زدهکړې کړي دي، ښه لارښوونکي یې لرل او باوري دي، چې باید دا امکانات د خپلو کارمندانو په واک کې ورکړي.
بریالي مدیران له هغو ټولو مهارتونو څخه، چې زده کړي یې دي، ګټه اخلي، چې کارمندان یې اړینې زدهکړې وکړي او په خپل تخصص کې پرمختګ وکړي.
۱۰ ـــ بریالي مدیران خپلو کارمندانو ته پام کوي
ساټن وایي: “د کارمندانو هغه مدیران خوښېږي، چې دوی ته پام کوي، نو هغوی کولای شي په تاسو باندې اعتماد وکړي، ملاتړ کوونکی یې و اوسئ، له هغوی سره رښتینی و اوسئ او د هغوی لپاره خوندي چاپېریال رامنځته کړئ.”