د نيوزلينډ لومړۍ وزيره د هوټل څخه پدې خاطر ځواب سوه چې ميزونه ډک وه.

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

خبريال: مدثر دعوت
د نيوزلينډ صدراعظمه جاسندا اردرن د يو ځايي رستورانت څخه پدې خاطر ځواب سوه چې ميزونه ټول نيول سوي وه.
جاسندا اردرن د خپل ملګري سره د ويلينګټن يوه ځايي رستورانت ته وروسته تر هغې ورغله چې د کارونو څخه ستړې سوې وه او غوښتل يې يو ګلاس قهوه په ارامه وڅيښي.
کله چې رستورانت ته ورځي، چې ګوري په رستورانت کې هيڅ ځای نه وو او د هوټل مسول هم ورته د ځای د نه شتون په اړه ويلي وه.
هوټل کې شايد ډير ځای وو خو خپله جاسندا خپلو خلکو ته په يوې بيانيه کې ويلي وه چې د کرونا ويروس په خاطر بايد يو متر واټن وساتئ،نو ځکه د فاصلې د مراعت په خاطر يې خپل وړاندي سوي اصول بايد نه وای مات کړي.
د زيتون رستورانت مشر وايي :” موږ محبوره سولو چې لومړۍ وزيره ونه منو ځکه په رستورانت کې ځای نه وو که څه هم د ناستو کسانو څخه يوه ډير کوښښ وکړ چې خپل ځای ور پريږدي خو اصول دا دې چې پر هر چا بايد تطبيق سي“،نو ځکه د رستورانت مشر ټويټ هم وکړ.


د صدراعظمي ملګری کلارک وايي:”د جاسندا يو لوی خصوصيت دادی چې پرخپل ځان او نفس ډير زيات باور لري،او رايه ورکوونکو ته دا احساس ورکوي چې دا هم د عامو خلکو په څير ده.
۳۹ کلنه جاسندا اردن په ۲۰۱۷ز کې د کارګر ګوند څخه د نيوزلنډ صدراعظمه وټاکل سوه