هر انسان خپل ژوند کې ډېر څه زده کوي او تجربې ترلاسه کوي؛ ما هم زده کړل چې د ناپوه خلکو سره بحث ونه کړم او پرېږدم ترڅو خپل نړۍ کې ژوند وکړي، نه غواړم د داسې وګړو سره خپل د زر په شان وخت بېځایه مصرف کړم.
د ژوند تجربو دا راته وښودله، چې د حسودو او بخیل خلکو څخه لري اوسم ځکه که ټوله نړۍ هم ورکړو بیا هم خپل د تنګ حسادتونو زندان څخه دباندې نه وځي.
ژوند دا را زده کړل چې په چټکۍ سره ونه زغلم، ځکه کوم کسان چې په چټکۍ زغلي د فکر کولو فرصت ورسره نه وي؛ نو له همدې کبله باید هر څه برابره وي.
ژوند دا راوښودل، چې تر ټولو خطرناکه مصیبتونه هغه مصیبتونه دي چې هیڅکله موږ ورسره نه مخ کېږو یوازې زموږ په فکر او خیال کې وي.
ژوند کې دا هم زده کوو، چې خپله ټوله مینه خپل له ملګرو سره وکړو، خو هیڅکله ډېر باور باید ونه کړو.
د سترګو نه تر زړه پوري لاره شته چې د عقل څخه نه تېریږي. مینه وخت هېروي او وخت هم ځینې کمزورې مینې له یاده وباسي.
زده مې کړل چې د هر چا قدر او درناوۍ وکړم که لږ ښه کار یې هم کړي وي غواړم ونازوم، ځکه زموږ له دې کار سره د هغوی خپل ښه کارو ته ډېر پام کیږي او خپل ښو کارو ته دوام ورکوي.
دا باید زده کړو چې خپل د وخت لحظه لحظه په قدر پوه شو او هر ګړي څخه ښه ګټه واخلو؛ ترڅو وروسته پښېماني ونه کړو او زموږ ژوند عبث او بېځایه تېر نشي. زموږ تېر وخت راتلونکې لپاره یو درس دی نو باید زده کړه ورڅخه وکړو نه حسرت.
ژوند را وښودل چې هرڅوک زموږ د مینې وړ ندي، اړینه نده چې د هر چا سره ملګرتیا وکړو.
دا باید زده کړو چې خپل ځان سره ډېره مینه ولرو ځکه که ځان سره مینه ونه کړو نورو سره هم نشو کولای.