د ټرمپ لخوا د ټیک ټاک او ویچټ له بندولو وروسته د چین خبرداری

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

فضل الله فضلي
د نړۍ په روانه اقتصادي جګړه کي د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا په وروستي اقدام کي د امریکا په متحده ایالاتو کي د چین پر دوو لویو اپلیکېشنونو بندیز لګېدلئ دئ.
امریکایان له دې بندیز سره نور نسي کولای، چي د ویډیو مشهور چینايي آپ ټیک ټاک او د میسج آپ ویچټ ډاونلوډ او استعمال کړي.
د ټرمپ لدې اقدام وروسته چين د خپلو شرکتونو د ګټو د خوندي کولو لپاره د لازمو اقداماتو خبرداری ورکړئ دئ.
We are not the culprit': Beijing tells US to stop blaming China for  coronavirus pandemic | South China Morning Post
چین، امریکا په “ځورونه” تورن کړی او ګواښ یې کړی چي “اړین” چلند به ورسره وکړي.
بیجینګ د شنبې په ورځ یو داسي میکانیزم رامنځ ته کړ، چي بهرني شرکتونه محدود کړي او د خپل حاکمیت او امنیت لپاره ګواښونه ایسته کړي.
دا اقدام بیا وروسته له هغه کوي، چي امریکا د چین پر یو بل مشهور ټکنالوجي شرکت (هاواوې) باندي هم بندیزونه لګولي وه.
چین له امریکا متحده ایالاتو غوښتي چي ځورونه او غطلي کړني ودروي او په صادقانه او شفافه نړیوال قواعد وساتي.
په یو بل خبرداري کي چین ویلي:

که چیري متحده ایالات په خپله لاره روان وي، چین به د چینايي شرکتونو مشروع حقونه او ګټي خوندي ساتلو لپاره لازمي اقدامات وکړي.

دا وروستي بندیزونه د امریکا د سوداګرۍ وزارت لخوا د اګسټ په میاشت کي د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر لاسلیک وروسته اجراء سول.
د ټرمپ په وینا چي د هاواوې شرکت ترڅنګ ټیک ټاک او ویچټ اپلیکېشنونو د دوی د هیواد ملي امنیت ته ګواښ وو، خو چین دا تورونه په وار وار رد کړي دي.