
یو لوړپوړي امریکايي چارواکي ویلي، جهادي ډلې د طالبانو له واک ته ستنېدو څخه ګټه اخلي.
سبستیان ګورکا، چې د امریکا د ملي امنیت شورا د ترهګرۍ ضد جګړې لوړپوړی مسوول او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو نژدې سلاکار دی، د چهارشنبې په ورځ له الجزیره ټلویزیون سره په واشنګټن کې د خبرو پر مهال وویل، د ټرمپ ادارې ته په افغانستان کې “یو ګډوډ وضعیت” په میراث کې پاتی دی.
خو د هغه په وینا، ټرمپ چمتو دی چې حالات “سم کړي.”
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د فعالیتونو د زیاتوالي په اړه ځانګړې غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د ترهګرۍ ضد دفتر مشر، د داعش خراسان څانګه د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره جدي تهدید وبلله.
بل پلو، د سه شنبې په ورځ په کندز کې د کابل مخې ته د چادونې مسولیت داعش وسله والې ډلې منلی و.
1 Trackback / Pingback
Comments are closed.