بنګلدېش د شکیب الحسن د ښې کارکردګۍ په مټ افغانستان ته ماته ورکړه

رنګین تجريدي ډیزاین

لیکنه : عبدالله عادل
افغانستان د شل اوریزو لوبو په درې اړخیزه لوبلړۍ کي تر زیمبابوې وروسته نن له بنګلدېش څخه ماته وخوړه.
د شل اوریزو لوبو د درې اړخیزه لوبلړۍ د نن په لوبه کي کوربه بنګلدېش له ټاس ګټلو وروسته لومړی د توپ اچوني پرېکړه وکړه او مقابله لوبډله افغانستان یې توپ وهني ته دعوت کړه.
افغان لوبډلي د تیري لوبي په ډول لوبه ښه پيل کړه ددې لوبډلي پیلیزو لوبغاړو رحمان الله ګُربز او حضرت ځاځي ښه منډي جوړي کړې چي حضرت ځاځي په ۳۵ توپونو ۴۷ او رحمان الله په ۲۷ توپونو ۲۹ منډي جوړي کړې ، وروسته نور افغان لوبغاړي په پرلپسې ډول په کمو منډو او ژر وسوځېدل خو په وروستیو کي د شفیق الله شفق د ۲۳ منډو په مټ افغانستان په شل اورونو کي د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۸ منډي جوړي کړې او بنګلدېش ته یې د ۱۳۹ منډو هدف وټاکه.
د بنګلدېش لپاره په توپ اچونه کي افیف حسین په دریو اورونو کي یوازي د نهو منډو په ورکولو سره دوه ویکټي ترلاسه کړې چي د بنګلدېشي توپ اچونکو تر منځ ښه وځلېد.

کله چي د بنګلدېش لوبډلي د هدف په لټه لوبه راپیل کړه نو پیلیز لوبغاړي یې ډېر ژر وسوځېدل خو وروسته د بنګلدېش لوبډلي ته شکیب الحسن بهترینه توپ وهنه ترسره کړه نوموړي په ۴۵ توپونو ۷۰ ناسوځېدلي منډي جوړي کړې او همدا ډول ورسره مصدیق حسین ۱۹ اړیني او ناسوځېدلي منډي جوړي کړې چي د همدا ښې توپ وهني په مټ بنګلدېش یاد هدف د لوبي په ۱۹ اورونو کي بشپړ کړ او لوبه یې په څلور ویکټو سره وګټل .
د افغانستان لپاره په توپ اچونه کي ځوان توپ اچونکي نوین الحق په خپلو څلورو اورونو کي یوازي ۲۰ منډي ورکړې او د بنګلدېش دوه مهم لوبغاړي یې اوټ کړه همدا ډول راشدخان ۲ او مجیب الرحمان او کریم جنت ۱/۱ ویکټ ترلاسه کړه.
د درې اړخیزه سېالیو یوازي یوه لوبه پاته ده او هغه د کوربه بنګلدېش او افغانستان تر منځ ددغه لوبلړي پایلوبه ده چي د سه شنبې په ورځ به ترسره سي.