په کاري سفر کې شل اړین ټکي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

 

ژباړه

له تګ څخه مخکې  

۱ ـــ مخکې تر دې چې روان شئ، لومړی مو کارونه ترتیب او تنظیم کړئ، ژمنې مې وروستۍ کړئ، کومو اسنادو ته چې اړتیا لرئ، چمتو یې کړئ، د خپل هستوګنځای له بشپړ ریزرف څخه ځان ډاډه کړئ، که اړینه وي خپل دفتري کارونه بل چاته وسپارئ او تاسو دا کار وکړئ، چې هم په کارونو کې ځنډ او خنډ را منځته نه شي او هم کله چې خپل دفتر ته بېرته ورګرځئ، چې د نه ترسره شویو کارونو له یوې غټې ډېرۍ سره مخامخ نه شئ.

هرومره یو له همکارانو او یا هم د کورنۍ له غړو څخه یو تن، چې باید سل سلنه د باور وړ وي، خپل مالي حسابونه ور وسپارئ.

۲ ـــ سره له دې، چې کورنۍ مو ستاسو له بریا څخه خوشالېږي، خو هېر مو نه شي، چې د هغوی خوښېږي تاسو په خپل څنګ کې له ځان سره ولري. که ستاسو کاري سفرونه زیات دي، ډاډه اوسئ، چې د هغوی ترڅنګ د اوسېدو لپاره کافي وخت هم لرئ؛ که ماشوم لرئ، باید تر ډېره په هغه باندې پام وکړئ.

۳ ـــ هغه مهم کاري سندونه، چې باید له ځان سره یې ولرئ، اړینه نه ده، چې باید ترې څو کاپیانې واخلئ او خپل لاسي بکس دروند کړئ، ټول په یوه Flash Memory کې ذخیره کړئ؛ که کاغذي پرنټ ته اړتیا پیدا شوه، په هر ځای کې د کاپي یوه دستګاه شته.

۴ ـــ کوم هېواد ته چې ځئ د هغه هېواد د رخصتۍ ورځو په اړه معلومات ولرئ، دا معلومات کولای شئ، له هغو کسانو څخه ترلاسه کړئ، له کومو سره، چې په هغه هېواد کې کار کوئ.

۵ ـــ ښه ده، چې یوه له وسیلو څخه، له ځانه سره ولرئ، لکه: Hard Disk، چې کولای شئ اړین فایلونه او اسناد پکې ذخیره کړئ؛ فلش هم په کوچني حجم کې ستاسو لپاره هماغه د هارډ ډېسک کار ترسره کوي؛ د برېښنایي وسایلو چارجر، د موبایل لپاره یوه اضافه بټرۍ.

۶ ـــ له برېښنایي وسایلو پرته په لاسي بکس کې مو باید کاغذي دستمال او د ټپ پټۍ هم کېږدئ، که څه هم کله چې په کاري سفر ځئ ډېر ګڼه ګوڼه او بیروبار نه لرئ او د دې شونتیا کابو صفر سلنه ده، چې زیان ووینئ، خو په هر حال کله وخت کاغذ هم لاس ټپي کوي.

۷ ـــ ښه ده، چې له هغو پروګرامونو څخه یو لېست چمتو کړئ، کوم چې ټاکل شوې ده، په موخه ایز هېواد کې به یې ولرئ، معمولاً هغه ته چک لېست وایي، چک لېست له تاسو سره مرسته کوي، چې کارونه مو په ترتیب سره وڅارئ او کوم څه له قلم څخه پاتې نه شي؛ دا د دې سبب ګرځي، چې آرامه ذهن ولرئ.

۸ ـــ کله چې د کار په موخه سفر کوئ، نو ډېر زیات اروایي فشار (سټرس) لرئ. ټاکل شوې نه ده، چې لاړ شئ د څو ورځو لپاره خپل سات تېر کړئ، چکرې ووهئ او بېرته را وګرځئ، ښایي ټول مسلک او دنده مو په دې سفر پورې تړلې وي، هڅه وکړئ په ذهني تمرکز او د هرڅه په منظم ساتلو سره، په خپلو ماغزو باندې پام وکړئ، هرڅومره چې اروایي فشار مو کم وي، په ډېرې آسانۍ سره کولای شئ، چې اوضاع کنټرول کړئ او هرڅه هغه ډول چې غواړئ، پرمخ یوسئ.

۹ ـــ د خپل او د موخه ایز هېواد د وخت له اختلافاتو څخه معلومات ولرئ، هڅه وکړئ، له سفر څخه یوه یا دوې ورځې وړاندې، خوب مو له موخه ایز هېواد سره تنظیم کړئ، چې د بې خوبۍ او ستړیا له ستونزې سره مخامخ نه شئ، د الوتکې په دننه کې خپل لاسي ساعت مو د موخه ایز هېواد له وخت سره برابر کړئ، هر څومره چې ژر د مقصد هېواد له شرایطو سره ځان عادت کړئ، نو هوسا یون (سفر) به ولرئ.

۱۰ ـــ هڅه وکړئ وکړئ، چې مستقیمې الوتنې (پروازونه) وټاکئ؛ ځکه کله وخت په هوایي ډګر کې ځنډېدل له اوږدې الوتنې څخه سخته او ستړې کوونکې تمامېږي.

موخه‌يیز هېواد ته له رسېدو وروسته

۱۱ ـــ غوره ده، چې د الوتنې لپاره هغه ساعت وټاکئ، چې په دې باندې ډاډه واوسئ، چې د شپې له مخې موخه ایز هېواد ته نه رسېږئ، په ورځ کې د دې شونتیا ډېره وي، چې په ښه توګه سړکونه ووینئ او دغه راز په آسانه توګه پته پیدا کړئ، کله وخت د شپې له مخې ټکسي هم په ډېرې سختۍ سره پیدا کېږي، هېڅکله په هغو موټرو کې مه سپرېږئ، چې د Taxi نښه نه لري، ښایي کم لګښت ورکړئ، خو  د دې احتمال ډېر سترګو کېږي، چې درنه غلا وشي، یا له بلې بدې پېښې سره مخامخ شئ.

۱۲ ـــ که د هغه ښار د سړکونو او ټرافیکو په اړه کافي معلومات نه لرئ، نو هڅه وکړئ، چې هغو ځایونو ته نږدې چې کار لرئ او یا ټاکل شوې ده، ډېر تګ راتګ وکړئ، په هوټل کې یوه خونه په کرایه ونیسي، سر بېره پر دې، چې په تګ راتګ باندې به مو ډېر لګښت نه راځي، خپل ټاکل شوي ځای ته په ځنډ رسېدو تشویش به هم ونه ولرئ.

۱۳ ـــ که ډېر زیات کاري سفرونه لرئ، نو غوره ده، چې د خپلې خوب خونې د زنګ لرونکي ساعت په زنګ باندې د را ویښېدو عادت هېر کړئ، خپل ځان ته مو د خپل موبایل په ځانګړي زنګ باندې راویښېدو ته سمون ورکړئ.

۱۴ ـــ ټاکل شوې ده، تاسو د دې هېواد له خلکو سره کار وکړئ او راکړې ورکړې ولرئ، نو باید ډېر دې ته پام کړئ، چې د دې هېواد قوانین مراعات کړئ او د کوربه هېواد مهمو شخصیتونو ته درناوی کړئ.

۱۵ ـــ ښایي د وخت د کمښت او یا هم  د ډېر کاري فشار له امله، ونه شئ کولای چې په ټاکلي وخت خواړه وخورئ، بده نه ده، چې یا یوه دوه چاکلیټه درسره وي، چاکلیټ هم ستاسو اروایي فشار را کموي او هم کولای شي، لږ څه ډېر د لوږې مخه مو ونیسي.

۱۶ ـــ که ځانګړی خوړنیز رژیم لرئ، هرومرو د هغو خوړو ټاکلو ته ډېر زیات پام وکړئ، کوم چې خورئ یې. مېوې او سبزیانې مه هېروئ. ورزش مرسته کوي، چې بدن مو په ډېرې آسانۍ سره، شرایط، اوبه او هوا او دغه راز د استراحت له بېلابېلو وختونو سره خپل ځان ته سمون ورکړي؛ په ورزش او مناسبو خوړو سره خپلې روغتیا باندې پام وکړئ، دا ټوله لار مو د مهمو کارونو د ترسره کولو لپاره وهلې ده او تر ټولو بد څیز دا دی، چې په دې وخت او ځای کې ناروغ شئ.

۱۷ ـــ کله چې په کاري سفر باندې ځئ، په ډېر احتمال سره به ټوله ورځ بوخت یاست او د دې لپاره، چې لږ چکر ووهئ، شونې ده، چې شپنۍ تفریحګانې وټاکئ، غوره ده، چې خپلې سلامتیا او خوب ته ډېر پام وکړئ.

۱۸ ـــ له کومو افرادو سره، چې کار کوئ، جدي او مسلکي اړیکه ټینګه کړئ؛ ستاسو د دنده ایز اعتبار لپاره مناسبه نه ده، چې په کوم ځای کې غوره ده خواړه وخورئ یا کوم ځای ته په چکر لاړ شئ، د دا ډول پوښتنو د ځوابولو لپاره، د هوټل د معلوماتو برخه هم کولای شي تاسو ته ښه او وړ ځوابونه درکړي.

۱۹ ـــ احتمالاً که ډېر زیات وخت مو نه درلوده، چې په بازارونو باندې وګرځئ او ډالۍ واخلئ، په دې وخت کې بده نه ده، چې هغو پلورنځیو ته لاړ شئ، کوم چې د هوټل شاوخوا مېشت دي او یا هم په هوایي ډګر کې دننه پلورنځیو ته لاړ شئ، ښایي د ټاکلو لپاره ډېرې ټاکنې ونه لرئ، خو له دې څخه غوره ده، چې په تش لاس بېرته را وګرځئ؛ هڅه وکړئ چې نشتون مو په دې ډول جبران کړئ.

۲۰ ـــ کله چې بېرته را ګرځئ احتمالاً د وخت له اختلاف او دغه راز د لارې له ستړیا سره مخامخ یاست، لږ خپل ځان ته وخت ورکړئ او وروسته په ډېرې انرژۍ او منظم ذهن سره، خپلو کارونو ته ورسېږئ.