دوه پنجابي وروڼه په دوو پښتني لوبډلو کې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ په ۲۰۱۶م کې تاسیس شوی او تر دې دمه یې ۴ پړاوونه ترسره شوي او پنځم پړاو یې د فبروري ۲۰ مه د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په کراچۍ او لاهور ښارونو کې پیل شوی دی.
دې لیګ کې شپږ لوبډلې لوبېږي، چې پېښور زلمي او کوېټه ګلاډېئټرز پکې د پښتني سیمو یا صوبه سرحد لوبډلې دي.
لوبډلو د ځان لپاره د پاکستان له مختلفو سیمو او نړۍ له نورو هېوادونو لوبغاړي د پېسو په بدل کې اخیستي دي.
چې د لوبغاړو په منځ کې له ۲۰۱۶م راهیسې د پاکستان سوپر کرکټ لیګ کې دوه پنجابي ورونه چې د پاکستان لوبډله کې هم ښه توپ وهونکي وو، په دوو پښتني لوبډلو کې د یو بل پر وړاندې لوبېدلي دي.
کامران اکمل او عمر اکمل؛ دوه هغه لوبغاړي دي، چې پاکستانۍ لوبډله کې له ۲۰۱۰م راهیسې لوبېدل او تر ۲۰۱۵م پورې دې لوبډله کې ټاپ ارډر او مېډل ارډر توپ وهونکو رول یې ادا کاوه.
کامران اکمل اوس مهال له پېښور زلمي لوبډلې سره مل دی، چې د فبروري په ۲۲ مه یې د کوېټې لوبډلې خلاف خطرناکه توپ وهنه وکړه او لوبډله یې بري ته ورسوله.
د پي ایس ایل څلورمه لوبه کې کامران اکمل د اوپننګ لپاره راغی، چې په ۵۵ توپونو د ۴ شپږیزو او ۱۳ څلوریزو په مرسته ۱۰۱ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
کامران اکمل د پنجاب ایالت د لاهور ښار اوسېدونکی دی، چې ۳۸ کاله عمر لري او د پاکستانۍ لوبډلې په ګډون په شاوخوا ۱۳ لوبډلو کې لوبېدلی دی او ټاپ ارډر یا اوپنر توپ وهونکی دی.
دی د پنجاب ایالت اوسېدونکی دی، خو له پېښور زلمي لوبډلې سره لوبېږي.
عمر اکمل د کامران اکمل کشر ورور دی، دی له بندیز وړاندې کوېټې لوبډلې سره لوبېده او خورا مناسب توپ وهونکی و.
عمر اکمل ۲۹ کاله عمر لري او پاکستانۍ لوبډله کې په څلورم نمبر توپ وهنی ته راته او د هیټر رول یې لوباوه، چې ډېری لوبو کې مثبت تمام شوی و.
په عمر اکمل څو ورځې وړاندې د پاکستان کرکټ بورډ بندیز ولګاوه او هغه په ۱۱ قضیو کې د کرکټ بورډ لخوا تورن پېژندل شوی دی.
دغه دواړه ورونه مخکې د یو بل پر وړاندې لوبېدل، خو که د عمر اکمل بندیز پای ته ورسېږي، بیا به هم د خپل مشر ورور پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.