
لیکنه: فضل الله فضلي
د اسټرالیا د پرت ښار په پرت باغ وحش کي د سیرو په نامه دغه امریکايي کیشپ ساتل کیږي.
وړمه ورځ د ”سیرو “کیشپ ۵۴ کاله پوره سول او د باغ وحش مسؤلینو او ننداره چیانو يې کلیزه ولمانځله.
په کلیزه کي یې دغه کیشپ ته دده خوارکي مېوه هندواڼه اماده کړې وه.
سیرو د نن څخه ۵۴ کاله مخکي په ۱۹۶۶م کال کي د امریکا متحدا ایالاتو په سن ډیاګو باغ وحش کي زېږېدلئ دئ.
د حېوانانو دغه ډول په وچه او اوبو کي ژوند کولای سي او نسبتاً نورو حېوانانو ته د خورا ډېر عمر لرونکي دي.
د نړۍ تر ټولو زوړ یا د ډېر عمر لرونکی حیوان هم کیشپ دئ، چي د ۱۸۳ کالو په عمر د ویسټ افریقا په وچه کي مړ سوی وو.
د دغه کیشپ نوم جانتن وو.
زمری، ظرافه، تمسا (څمڅاره)، د اوبو خطرناکه ماهی شارک او یو شمېر نور په حیوانانو کي د ډېر عمر لرونکي حیوانان دي.