
په ننګرهار ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی دکتور مخلص احمد وايي، د کابل په وخت نن څلور نیمې بجې سوداګریز مالونه له تورخم څخه تیر شول.
د مخلص په ټکو، د راتلونکې جمعې په ورځ د (مارچ ۲۱مه) به پاکستانی لوری د مسافرو د تګ راتګ لپاره خپل سیستمونه فعال کړي او له هغې وروسته به دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ په رسمي ډول پرانستل شي.
په همدې حال کې، د تورخم د طالبانو د حکومت کمیسار ملا عبدالجبار حکمت رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، “د دروازې د پرانیستلو تر مخه د دواړو لوریو مسولینو خبرې کړې او پر خلاصون یې توافق ته رسېدلي دي”.
د تورخم دروازه ۲۷ورځې وړاندې د فبرورۍ ۲۱مه هغه مهال د پاکستان له لوري وتړل شوه، کله چې طالب ځواکونو ظاهر کرښې ته نږدې د یوې پوستې جوړولو هڅه وکړه.
د دې بندیز له امله دواړو غاړو ته زرګونه مسافر او په سوداګریزو توکو بار زرګونه موټر بند پاتې وو.