له افغانانو سره د خواړو د نړیوال پروګرام بشري مرستې په تورخم کې ایسارې دي

د تورخم په دروازه کې په مالونو بار لارۍ بندې دي

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، د تورخم دروازې د بندېدو له کبله د دې ادارې د مرستو لارۍ چې ۱۲۰۰ مټریک ټنه خوراکي مواد پکې بار دي په تورخم او پېښور کې بندې پاتې دي.

WFP په یوه اعلامیه کې چې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ پر ویب‌پاڼه خپره شوې ویلي، دا ځنډ په داسې حال کې رامنځته شوی چې د افغانستان په ډېری ولایتونو په ځانګړي ډول لویدیځو او جنوبي سیمو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د شاوخوا ۳۰ کسانو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

ملګري ملتونه زیاتوي چې څېړنې روانې دي څو د هغو کسانو کره شمېر معلوم کړي چې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

دا دریمه اونۍ ده چې د تورخم دروازه د سوادګریزو مالونو سربیره د مسافرو او ناروغانو پرمخ تړل شوې ده.