
په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت له لوري د تورخم دروازه لا هم بنده ده او نن یې ۱۶مه ورځ ده، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، ټاکل شوې چې د دواړو لوریو سوداګر او قومي مشران د دې ستونزې دایمي حل ته د رسېدو لپاره ناسته وکړي.
د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزی وايي،
“نن د دواړو لوریو سوداګر او قومي مشران په تورخم کې راټول شوي څو د دې ستونزې دایمي حل پیدا کړي، دوی به دواړو حکومتونو ته خپلې غوښتنې او وړاندیزونه وړاندې کوي، خو په دې ناسته کې د دواړو لورو حکومتونه مداخله نه کوي.”
تر دې مخکې، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو او سوداګرو د تورخم د ستونزې په اړه یوه انلاین غونډه هم کړې وه، چې یوه پرېکړه یې د همدې ناستې جوړول و.
د تورخم لارې د خلاصون لپاره لاریونونه
بل خوا د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل یا لواړګې بازار لسګونو اوسېدونکو پرون شنبې ناوخته د تورخم لارې د خلاصېدو لپاره لاریون وکړ.
لاریون کوونکو چې شمېر یې لسګونو کسانو ته رسېده، د دروازې د پرانیستو شعارونه ورکول او ویل یې چې د لارې بندېدو دواړو خواوو ته سوداګري اغېزمنه کړې او خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
ګل افریدي چې د تورخم–پېښور پر لار ټکسي چلوي او په پرونۍ لاریون کې یې ګډون کړی و وایی،
“زموږ د لاریون موخه دا وه چې دا دروازه ژر تر ژره خلاصه شي، د دواړو غاړو اوسېدونکو ته ډېر زیان رسېدلی، سوداګري په ټپه ولاړه ده، کاروبار نشته، دلته ډېرې غټې کورنۍ اوسي، چې د همدې تورخم لارې نه یوه مړۍ روزي ګټي، خو چې دروازه بنده شي، د دغو کورنیو د ډوډۍ درک نه پاتې کېږي.”
د تورخم دروازې د بندېدو لاملونه او اغېزې
پاکستان د فبرورۍ په ۲۱مه د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله. د پاکستاني چارواکو ادعا ده چې دا پرېکړه یې د طالبانو له لوري د یوې نوې امنیتي پوستې د جوړولو په غبرګون کې کړې.
خو د طالبانو د حکومت د تورخم کمېسار ویلي، دوی په خپله خاوره کې د تاسیساتو د جوړولو حق لري.
د دروازې له تړل کېدو وروسته د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ درې پرلپسې شپې درنې نښتې هم شوې چې له امله یې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله واوښته.
د لارې بندېدو او دې نښتو ځايي اوسېدونکي له خپلو کورونو بېځایه کړي، ناروغان او مسافر له جدي ستونزو سره مخ دي، او دواړو لوریو سوداګرو ته هم درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسولین وایي، د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله سوداګرو ته په ورځني ډول نږدې یو میلیون ډالر زیان اوړي.