لیکنه: محمدصابر حمیدي
ټاکل شوې د هند آی پي ایل سیالیو ته د لوبغاړو رانیولو مراسم د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه(سبا پنجشنبه) ماپښین درې بجې په چینای ښار کې ترسره شي.
ددې لیګ بولي ته ټول ټال ۱۰۹۷ لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، چې ۸۱۴ خپله هندي او ۲۸۳ بیا بهرني لوبغاړي وه.
خو د آی پي ایل ادارې له ۱۰۹۷ لوبغاړو له ډلي یوازې ۲۹۲ غوره کړل او اوس به دا ۲۹۲ لوبغاړي بولي ته وړاندې کیږي.
د آی پي ایل لیګ ته دې ۳۰ افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې وه
محمد شهزاد، ګلبدين نايب، حشمت الله شهيدي، حميد حسن، اصغر افغان، عظمت الله عمرزى، جاوېد احمدي، حضرت الله ځاځى، عبدالواسع نوري، يمين احمدزى، صديق الله اتل، سميع الله شينوارى، وقار سلامخېل، مجيب الرحمان، کريم جنت، دولت ځدراڼ، ضيا الرحمان، شفيق الله غفاري، عبدالرحمان رحماني، نور احمد لکڼوال، سيد احمد شېرزاد، شاپور ځدراڼ، حمزه هوتک، ظاهر خان پکتين، شرف الدين اشرف، رحمان الله ګربز، قېس احمد، نوين الحق، فضل حق فاروقي او نجيب الله ځدراڼ هغه دېرش افغان لوبغاړي دي، چې بولي ته به وړاندې شي.
د یادو ۳۰ افغان لوبغاړو له ډلې اوس دا ۷ شارټ لیست شوي
مجیب الرحمن، رحمن الله ګربز، قیس احمد، نوین الحق، نوراحمد لکڼوال، کریم جنت او فضل حق فاروقي.
په بولي کي د یادو ۷ افغان لوبغاړو بیه
ټاکل شوې، چې د هند آی پي ایل سیالیو بولي ته مجیب ځدران په ۱۵۰ لکه، رحمن الله ګربز، نوین الحق او کریم جنت په ۵۰ لکه، فضل حق فاروقي په ۴۰ لکه او نوراحمد لکڼوال به بیا په ۲۰ لکه وړاندې شي.
اوه افغان لوبغاړي به په داسي مهال بولي ته وړاندې شي، چې دوه افغان لوبغاړي محمدنبي او راشدخان د تېر کال په څېر یوځلې بیا خپلې لوبډلې سنرایزر حیدراباد له ځان سره ساتلي.