- لیکنه: عبدالله رحیمي
میاشت مخکې په رسنیو کې د کرونا وایروس اوازې سره ښکته پورته شوې، د چین هېواد یې دې ته اړ کړ، چې نور د دې وایروس له ځپلو خلک وژغوري او د کنترول په موخه یې هراړخیزې هلې ځلې پیل کړې. موږ ولیدل چې چین هېواد په رښتینې توګه د دې وایروس د مخنیوي لپاره په کمه موده کې لوی کارونه وکړل، چې هېوادوالو ته یې ستونزې ایجاد او له لویو کړاوونو او آن له مرګ سره مخ نه شي.
لنډه دا چې دې وایروس د نړۍ تر نورو هېوادونو هم خپلې رېښې وغځولې او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې مثبتې پېښې ثبت او مخ پر زیاتېدو شوې.
په راوروسته څو ورځو کې افغانستان هېواد هم د دې ناروغۍ په درشل کې راګیر شو، خو د دې هېواد له وګړو سره له لومړۍ ورځې دا غم و، چې زموږ هېواد به د دې ناروغۍ په مقابل کې په لویو ستونزو کې راګیر شي، ځکه چې د دې هېواد اقتصادي چار خپله له ستونزو سره مخ دی.
هو کرونا خطرناکه ناروغي ده، ځکه چې د دې ناروغۍ سرعت تر نورو تېز دی او کولی شي په لږه موده کې زرګونه کسان وځپي.
زموږ ځینې هېوادوال هم په دې ناروغۍ مبتلا شول، لومړۍ پېښې مو یې ولیدې، خو له ځینو روغتونو ناروغان وتښتېدل او په ځینو نورو روغتونونو کې چې پاتې وو، د قرنټین په دوره کې یې تر څو ورځو د معیناتو حال نه معلومېده او اخر یې ناروغان دې ته اړ کړل، چې له روغتون پښې سپکې کړي.
که څه هم په راوروسته کې د کرونا ناروغۍ له وېرې په دولتي چارو کې هم بدلونونه رامنځته شول، تحصیلي ځایونه تر یوې میاشتې بند اعلان شول او تر څنګ یې له ګاونډیو هېوادونو سره د تګ راتګ او سودا ګریزې لارې هم وتړلې، خو بلخوا ځینو د حکومت له دې تګلارې په ګټهاخیستنې د خپلو هېوادوالو ځپل پیل کړل، مثلاً ځینو یې له دې په ګټې اخیستنې غلاوو ته شروع وکړه او ځینو بیا احتکار ته مټې رابډ وهلې، پر ځای د دې چې له خلکو سره همرازي او خواخوږي وکړي، په لوی لاس یې د خلکو په لوټلو پیل وکړ.
په ټولنیزو رسنیو کې مو ولیدل، چې د دې غمځمپلي او ویرجن هېواد په غېږه کې د خلکو جونګړو ته یو نیم د دې په خاطر ورمخته شو، چې ګواکي موږ د کرونا ناروغۍ د درملنې په خاطر ستاسو په کور کې دوا شیندو، خو اصلاً دوی غوښتل چې له دې لارې غلاوې وکړي. ځینو یې په مسموم شویو دواګانو ماسکونه ولړل او خلکو ته یې د دې په خاطر وړیا ورکول چې له جیبونو یې غلا په اسانۍ سره وکړای شي او…
د دغو ټولو تر څنګ بیا یوه بله غمیزه دا ده چې تجارصاحبانو په رڼو سترګو غلاوو ته مټې رابډ وهلې او د خلکو له مجبوریتو ګټه پورته کوي، چې د یوې افغانۍ شی یې پر دوو افغانیو کړل، د مظلوم ملت پر خلکو دومره بې رحمه شول، چې له دومره ستونزو سره سره بیا هم دې ته خوښ شول چې د خلکو پر لوږه ځانونه ماړه کړي.
هو که له نورې نړۍ سر ټکوو، وایو به چې کفر دی او په کفر کې بیا انسانیت او صلهرحمي کوم خاص مقام نه لري، خو موږ مسلمان بیا ولې له موقع په ګټې اخیستنې داسې ناولې کړنې ترسره کوو، چې د تاریخ په اوږدو کې یې ساری نه شو لیدلای؟
پر خپلو هېوادوالو رحم وکړئ؛ مجبوریتونه یې درک کړئ او هم د دې ناروغۍ د له منځهوړلو لپاره هر ډول سالم تدابیر ونیسئ.