د ټولنیزو رسنیو د استعمال پر مهال دغو ټکو ته توجه مهمه ده

سپینه تجريدي ډیزاین

لیکنه: خالد دانشيار سيدي
په اوسني دور کې د ټولنیزو رسنیو کارول خلک روږدي کړي. ټولنیزې رسنۍ لکه ټویټر، فېسبوک، انسټاګرام، ټک ټاک او نور ډېری رسنۍ شته چې د خلکو لپاره یې مجازي نړۍ جوړه کړې. دا ټول هغه لارې دي، چې په وسيله يې موږ او تاسې له يو بل سره په مجازي نړۍ کې وصل کړي يو.
له يادو ټولنيزو رسنيو استفاده کول ښه کار دی، خو پام مو وي چې دغه رسنۍ ځينې وخت مختلفې ستونزې را ولاړوي او يا خپل ګټور وخت مو پرې بې ځايه مصرف نه کړئ. دلته پوښته دا ده چې له يادو رسنيو څنګه ګټه پورته کړو او د کارولو په مهال يې کومو اړينو نقطو ته پام وکړو؟
په دې ليکنه کې مو پام هغه نقطو ته اړوم چې له يادو ټولنيزو رسنيو څنګه ګټه پورته کړئ او هغه اړينې نقطې چې د کارولو پر وخت يې بايد په پام کې ونيسئ لیست کړي دي.
ښه فکر وکړئ، چې څه لايک کوئ
کله چې موږ او تاسې یوه فېسبوکپاڼه، انځور او یا کوم بل پوست ته لایک ورکوو، نو دغه زموږ پر فېسبوک باندې نورو ته معلومېږي. معنا دا چې ستاسې لايک د دې ښکاروندی کوي، چې ښايي تاسې لايک کړي انځور، ليکنې يا ويډيو سره دلچسپي لرئ، خو زموږ زیاتره کسان فکر دې ته پام نه کوي چې په پوسټ کې څه ليکل شوي او يا انځورونه د څه په اړه دي، بس دوی ورته لايک ورکوي او يا نور رنګه سټيکر ورته پرېږدي. په ياد ولرئ، چې ستاسې لایک ستاسې د شخصيت ښکاندوی کوي.
د پوسټ کولو دمخه ډېر پام وکړئ
هر کله چې غواړئ، انځور، ليکنه يا ويډيو له نورو سره په ټولنیزو رسنیو شريک کړئ، باید د خپرولو دمخه پرې فکر وکړئ،چې داسې نه چې د ګالري څخه مو شخصي انځور نه وي انتخاب کړی يا په ليکنه کې مو املايي غلطي نه وي. لومړی خو هڅه وکړئ، هر هغه څه چې نه غواړئ نور يې وويني او ستاسو راز وي په خپل کاروونکي موبایل یا کمپیوټر کې يې مه ساتئ، که چېرې ډېر اړين وي چې له ځانه سره يې وساتئ، نو ډېر پام وکړئ چې له نورو سره شريک نه شي. که چېرې ذهن د ورځنيو ستونزو له امله نارام وي، هڅه وکړئ په دې وخت کې څه مه خپروئ، ځکه کېدای شي هغه څه خپاره کړئ، چې ستونزې مو لا پسې زياتې کړي.
هېڅکله د دوستانو انځورونه او ليکنې د هغوی له اجازې پرته مه خپروئ
لکه څرنګه چې تاسې نه خوښوئ، نور مو انځورونه او ليکنې بې اجازې خپاره کړي، په ورته ډول ستاسې دوستان هم نه غواړي چې انځورنه يا ليکنې يې بې اجازې خپرې کړئ، مثلاً له ستاسو سره د ځينو ملګر انځورونه وي، خو د هغوی په طبیعت نه وي اخیستل شوي او تاسې يې د هغوی د اجازې پرته خپاره کړئ، امکان لري چې دغه کار مو نږدې ملګرتيا ماته کړي.
د شخصي ژوند په اړه څه مه خپروئ
الله تعالی دې زموږ په وطن کې دښنمۍ پاکې کړي. ځينې کسان چې دښمني ولري، نو هڅه دې وکړي چې د خپل اوسېدو ځای، کاري ځای او نور داسې معلومات د کوم په واسطه چې د دوی بد غوښتونکي پرې پېدا کولی شي او سرخوږی درته جوړولی شي مه خپروئ.
د نورو خپرې شوې ليکنې، ويډيو او انځورنه له خپل اکاونټ څخه د خپرولو پر مهال پام وکړئ
زیاتره کسان شته چې د خپلو انځورونو، لیکنو او ويډيو د خپرولو پر ځان د نورو ليکنې او ويډيو له خپل اکاونټ څخه خپروي. دغه کار د دې ښکارونديي کوي چې ښايي تاسې د هغوی خپاره شوي موادو سره علاقه لرئ. ډېر پام وکړئ چې د خپرولو پر وخت خدای مه کړه داسې څه خپاره کړئ چې په ټولنه کې مو د سرټيټۍ وجه وګرځي او د نورو سره د لیدلو څخه د وېرې احساس وکړئ.
خپل ارزښت لرونکی وخت مه پرې مه ضايع کوئ
د ټولنیزو رسنیو د استعمال پر وخت له ځان څخه وپوښتئ، چې ولې یې کاروئ؟ ګټه او تاوان یې درته څه دی؟ د استعمال لازم وخت یې درته څه کېدای شي؟
له يادو پوښتنو وروسته ټولنيزې رسنۍ له ټاکلي مودې پورې وکاروئ او خپل ګټور وخت مه پرې مه مصروفوئ.
باورې يم، يادې اړينې نقطې د ټولنيزو رسنيو د استعمال پر وخت په ځان عملي کول به له تاسې سره مرسته وکړئ، چې له ټولنيزو رسنيو څخه سمه ګټه پورته کړئ او د ستونزو څخه ځان وساتئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.