اسټرالیا ټوخېدونکي کسان ۱۳ زره ډالره جریمه کوي!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي 

په اسټرالیا کې د کوویینزلنډ چارواکو اعلان کړی چې له دې وروسته به په یاد ایالت کې قصدي ټوخېدونکي کسان سخته جریمه پرې کوي.
د اې بي سي نیوز (ABC Nеws) د راپور له مخې که څوک په ټولنیزو کارونو بوختو کسانو ته په قصدي ډول ور وټوخېږي؛ وپرنجېږي او یا هم لاړې ور باندې تف کړي، نو ۱۳ زره ډالره به جریمه شي.
دا قانون وروسته له هغه د آسټرالیا په دې ایالت کې وضع کېږي، چې د یوه سوپر مارکیټ کارکوونکو شکایت وکړ، چې د مشتریانو لخوا ورته بې احترامي کېږي او په کرونا ویروس د اخته کېدو تر ګواښ او فشار لاندې دي.
اوس په یاد ایالت کې تازه توضیع شوی قانون تر ځینو سیمو نه دی محدود، چې د دې ایالت په ټولو سیمو کې به عملي کېږي او سرغړونکي به یې ۱۳ زره ډالره جریمه پرې کوي.
د آسټرالیا هېواد کویینزلنډ ایالت کې د مغازو د انجمن مشر په دې اړه وویل، دا ګام یې وروسته له هغه اخیستی، چې د بېلابېلو شرکتونو مسوولینو د خپلو مشتریانو څخه شکایت کاوه او د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره یې طبي سپارښتنې نه عمل کولې.
یاد مسوول زیاته کړه:
“ټولو کار کوونکو ته باید درناوی وشي او کوم کسان چې په مغازو او سوپر مارکېټونو کې تشې قفسچې ډکوي او کار کوي ستاسو پلرونه، وروڼه، دوستان او ګاونډیان دي چې روغتیا یې ارزښتناکه ده.
د یادولو وړ ده چې د کویینزلینډ ایالت چارواکي وايي، چې تازه توضیع شوی قانون به تر کرونا ویروس وروسته هم پر خپل ځای پاتې وي او سرغړونکي به یې جریمه پرې کوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.