په یو ورځنیو لوبو کې د زیاتو هېټریکونو ترسره کوونکي بالران

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
لیکنه: سمیع الله درانی

په یو ورځنیو لوبو کې هېټرېک کول یا پرله‌پسې درې وېکټې اخیستل ډېر کم واقع کېږي، ځکه یو ورځنیو لوبو کې توپوهونکي په پوره حوصلې سره لوبېږي.
خو بیا هم ځینې توپ اچوونکي شته چې یو په ورځنیو او نورو لوبو کې یې هېټرېکونه کړي دي.
لسېت ملېنګا له ۲۰۰۷م څخه تر دې دمه په یو ورځنیو لوبو کې په زیاتو هېټرېکونو کې میدان ګټلی دی.
هغه په یو ورځنیو لوبو کې درې هېټرېکونه کړي، چې لومړی هېټرېک یې په ۲۰۰۷م نړیوال شل اوریز جام د افریقا خلاف وکړ.
هغه شوون پولک، انډریو حال، جېکس کېلېس او مکایا اېن ټیني وسوځول.
دویم هېټرېک یې د ۲۰۱۱م نړیوال پنځوس اوریز جام پر مهال د کینیا خلاف وکړ او درېیم هېټرېک یې د ۲۰۱۱م نړیوال جام پر مهال د اسټرالیا پر وړاندې وکړ.
مېچل جانسن، جان هسټېنګ او ډوهېرټي یې وسوځول.
نوموړي په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې هم دوه هېټرېکونه کړي، چې په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې یې د هېټریکونو شمېر ۵ ته رسېږي او لومړی بالر دی، چې دې لوبو کې یې زیات هېټرېکونه کړي دي.

وسیم اکرم او دوه هېټرېکونه یې

د کرکټ په نړۍ کې وسیم اکرم دویم بالر دی، چې په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې یې دوه هېټرېکونه کړي دي.
لومړی هېټرېک یې د ویسټ انډیز پر وړاندې په ۱۹۸۹م کې وکړ، چې درې توپوهونکي یې سر په سر بولډ اوټ کړل.
خپل دویم هېټرېک یې هم په همدې کال شارجه کې د اسټرالیا پر وړاندې وکړ.

کولډیپ یداف

ده د ۲۰۱۷م په اوږدو کې د اسټرالیا خلاف په کلکته ښار کې خپل لومړی هېټرېک ثبت کړ، هغه متیو وېډ، اشټن اګر او پټ کمېنس وسوځول.
خپل دویم هېټرېک یې د ویسټ انډیز پر وړاندې کړی دی.
۲۰۱۹م کې یې د ویسټ انډیز شی هوپ، جېسن هولډر او الزاري جوزیف وسوځول.

ټرېنټ بولټ

څلورم توپ اچوونکی د نیوزیلېنډ ټرېنټ بولټ دی، چې په یو ورځنیو لوبو کې یې دوه هېټرېکونه ترسره کړي دي.
لومړی هېټرېک یې د پاکستان پر وړاندې ابو دبي کې په ۲۰۱۸م کې وکړ، چې بابراعظم، محمد حفیظ او فخرزمان یې وسوځول.
دویم هېټرېک یې ۲۰۱۹م نړیوال پنځوس اوریز جام کې د اسټرالیا خلاف وکړ، چې عثمان خواجه، مېچل سټارک او جېسن بېهرېنډورف یې وسوځول.

سقلېن مشتاق

دغه پاکستاني سپېن بالر دی، لومړی هېټرېک یې په ۱۹۹۶م کې د زِمبابوې خلاف خېبر پښتونخوا په پېښور ښارکې وکړ.
او خپل دویم هېټرېک یې هم په ۱۹۹۹م نړیوال جام کې د زِمبابوې خلاف وکړ.
دا هغه پنځه توپ اچوونکي دي، چې پنځوس اوریزو نړیوالو لوبو کې یې له یو څخه زیات هېټرېکونه کړي دي.