د شبانې محمدزۍ لیکنه
د انګلیسي ژبې ارزښت هرچاته څرګند او ترټولو لوی ثبوت یې دا دی چې انګریزي د نړۍ د ډېرو علومو تر ټولو سترې پانګې لري او ترټولو بډایه ژبه ده. د دې ترڅنګ چې دا ژبه د زده کړې بېلابېلې لاري لري، د ژبې د وړتیا د کچې معلومولو لپاره هم ګڼ شمېر ازموینې لري. چې ترټولو معتبر او منل شوې هغه یې تافل او آیلټس ده. په عمومي ډول د آیلټس او ټافل ټوپیر دا دی چې ایلټس د بریتانیوي انګریزۍ ازموینه او ټافل بیا د امریکایي انګلیسي د زده کړې کچه درمعلوموي.
د تاریخچې په اړه یې ویل کېږي چې، له نن نه کابو شپږ پنځوس کاله پخوا د یو شمیر بنسټونو او پوهنتونو لخوا پریکړه وشوه چې هغو کسانو نه دې د انګلیسي ژبې یوه معیاري ازموینه واخیستل شي چې مورنۍ یا د هیواد ژبه یې انګلیسي نه ده، خو غواړي د نړۍ په نوموتو انګلیسي ژبوپوهنتونونو کې زده کړه وکړي.
له هماغې وروسته یې ټافل چې د ( Test of English language as a foriegn language) مخفف دی، او پښتو کې ( د انګریزي ژبې ازموینه د یوې پردۍ ژبې په حیث) مانا ورکوي، پېل کړ.
ټافل د نړۍ کابو یو سل او اتیا هیوادونو، په پوهنتونو او څیړنیزو بنسټونو کې د منل کېدو یو اړین شرط دی. د امریکایي هیوادونو کابو اتیا سلنه پوهنتونونه، هغو کسانو ته چې مورنۍ ژبه یې انګلیسي نه وي، امریکایی یا اروپایی هېوادونو کې هم میشت نه دي نو د لیسانس ماسټړۍ اودکتورا دوره کې له ټافل پرته بورسیه او آن په شخصي لګښت داخله نه ورکوي، خو آیلټس یې تر یوه حده بدیل کېدلای شي. د ټافل آزموینه شاوخوا درې نیم ساعته وخت نیسي چې څلور برخې لري.
د لوستلو Reading، اوریدلو،Listening غږېدلوSpeaking او وروستۍ یې د لیکلو برخه Writing ده. ټولې څلور برخې تر یو سلو پنځوس پوښتنې لري. د هرې برخې لوړه نمره دیرش ده چې، په ټوله کې یوسل او شل نمرې جوړېږي.
زما د شته تجربې له مخې که څوک غواړي ټافل کې ښې نمرې واخلي نو لومړۍ دې په خپله اکادمیکه ژبه ډېر کار وکړي. ځکه ټافل عمومي انګلیسي نه ده، هره برخه کې یې خورا ژور علمي او تخنیکي لغاتونه استعمالېږي. مثلّ د لوستنې برخه کې یوه اوږده مقاله -اروپا کې د یوه تاریخي موزیم- په اړه راځي. په دې لیکنې کې اکثر هغه لغاتونه او اصطلاحات کارول کېږي چې یواځې یوه لرغونپوه یا یو تاریخ پوه پرې پوهېږي. همداسې ډېرې لیکنې او بحثنونه د ځمکې پېژندنې، طبابت، هنر او نورو موضوعاتو په اړه راځي چې عامو وګړو ته یې پوهېدل ګران دي. نو هر هغه څوک چې دټافل تابیا لري ورته ښایی چې لومړۍ دې ذهن کې د علمي لغاتو ښایسته پانګه جوړه کړي. له هغې وروسته چې د آزموینې عمومي چلونه زده کړي په یقین سره چې ښې پاېلې ته به رسېږي.
آ زموینه کامیابي او ناکامي نه لري. ځکه هر پوهنتون ځانته یومعیار لري ځیني د شپیته، اویا، یا هم اتیا شاوخوا نمرې مني. خو ځینو کې بیا چې له سلو ښکته نمره وي، زده کونکي ته داخله نه ورکوي. ټافل نور ډولونه هم لري خو آی بي ټي ټافل په ټوله نړۍ کې خورا باوري او منل شوی ده. د دغو آزموینو ټولبندوبست د -ETS- نړیوال سازمان لخوا ترسره کېږي. او پایله یې هم، لسو نه تر دولس ورځو پورې د همدغه سازمان لخوا په انلاین ډول څرګندېږي.
که څوک غواړي امتحان ورکړي نو ETS.com ویبسایت کې یې اړوند هر ډول معلومات لکه د آزموینې نیټې په هر هیواد کې چې اوسېږئ، ترټولو نژدې ازموینځای، درسي مواد او ډېر نور څه پېدا کېږي.
یاده دې وي چې د ټافل هره ازموینه یو سل او اتیا ډالره لګښت لري. خو که افغانستان کې د پوهنتونونو یا سازمانونو لخوا ځانونه ثبت کوئ نو کېدای شي یو څه حق الزّمه هم درنه واخلي. د آزموینې تابیا که هرڅومره وختي ونیول شي همغومره یې ګټه ډېره ده. ځکه سیټونه محدود او ډېر کله ښه ښه چانسونه د ټافل نمرې د نه شتون له کبله د لاسه ځي. چې، یوه بېلګه یې امریکا لخوا افغانستان ته د فولبرایټبورسیه ده. هغې کې هم لږ ترلږه د ټافل پنځه اویا نمرو ته ضرورت دی چې د چارواکو په وینا یې ډېر شمېر وړ او با استعداده وګړي صرف د ټافل نمرې د نه پوره کولو له امله له بورسیې محروم او بل څوک غوره کېږي.