
د جرمني پولیس وایي د مونیخ ښار په ننې پیښه کې نیول شوي شکمن کس ۲۴ کلن افغان پناه غوښتونکی دی.
د جرمني په مونشن ښار کې نن سهار یوه موټر چلوونکي خپل موټر پر لارویانو وربرابر کړی، چې له کبله يې ۲۸ کسان ټپیان شوي دي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس د جرمنی پولیسو له قوله لیکلي، پیښه نن سهار لس نیمې بجې د مونشن په ښار کې هغه مهال وشوه، چې د خدماتي کارګرانو د اتحادیې لخوا لاریون روان وو.
د جرمني پولیسو بیا رویټرز خبري اژانس ته ویلي نیول شوی شکمن کس یو ۲۴ کلن افغان پناه غوښتونکی دی.
د مونشن ښاروال ډیټر ریټر رسنیو ته وویل، هغه د پیښې له امله اندیښمن دی.
په ټپي شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي.
دا پیښه په جرمني کې په داسی حال کې کیږی چې ټاکل شوې ده د مونشن امنیتي کنفرانس د جمعې په ورځ پیل شي او د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر جي ډي وینس او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي به په دې کنفرانس کې د کډون لپاره نن ناوخته دې هیواد ته ورسیږي.
بل پلو، نن د جرمني په منهایم ښار کې هغه افغان هم محکمه کیږي، چې په برید کې یې يو پولیس وژل یو دوه نور کسان یې ټپیان کړي وو.
1 Trackback / Pingback
Comments are closed.