ژباړه: عطا محمد میاخېل
آیا ساعت، په پرله پسې توګه تاسو ته د دې یادونه کوي، چې ځنډ مو کړی دی؟ که چېرې ځواب مو هو وي، نو لاندې موارد ستاسو په درد خوري، په غور سره یې مطالعه کړئ، ترڅو تاسو هم یو وخت پېژندونکی فرد شئ:
۱ـــ له خوبه په وخت را پورته شئ:
داسې ښکاري، چې ډېری خلک په وخت له خوب څخه په راویښېدلو او له بسترې څخه په پورته کېدو کې ستونزې لري. په ځنډ سره رسېدل د یوه ستړي کوونکي ګرد باد په څېر دی، له دې اروایي فشار زېږونکي څرخ او همېشنۍ دمې څخه د ډډه کولو لپاره، وخت وټاکۍ، چې څه وخت باید له خوب څخه را ویښ شئ او څه وخت کار لرئ، د ساعت زنګ تنظیم کړئ. که چېرې تاسو هر سهار د درېدو تڼۍ پرځای، د چرت وهلو تڼۍ ته فشار ورکوئ. نو دا ټاکنه د خپل ساعت له زنګ څخه بهر کړئ او له هغې څخه را بهر شئ، ترڅو پرځای یې له بسترې څخه را بهر شئ.
۲ ـــ په سهار کې د چمتووالي لپاره او په شپه کې د مخکې ویده کېدلو لپاره پلان جوړ کړئ:
که چېرې تاسو پلان ولرئ، سهار به حیرانونکي وي، دا وټاکئ، چې غواړئ څه ډول جامې واغوندئ او څه ډول بوټونه په پښو کړئ. که چېرې له بل بکس څخه ګټه واخلئ، نو هر څه له یوه لاسي بکس څخه و بل لاسي بکس ته ولېږدوئ.
کله چې تاسو بیړه لرئ، ښایي د وخت د نه له لاسه ورکولو لپاره کیلي ګانې او یا نورو څیزونه پرځای پرېږډئ او د هغو د نه هېرولو له امله وخت له لاسه ورکړئ. دا سم کار نه دی، چې د یوې دریشي او یا هم د یوې کرتۍ لپاره وخت له لاسه ورکړئ.
د شپې د وخته هغو مواردو ته، چې اړتیا لرئ، لېست یې کړئ:
د بېلګې په توګه: له یخچال څخه د خوړو را اخیستل، ورزشي بکس چمتو کول او یا په غونډه کې د وړاندې کولو لپاره اړین توکي.
۳ ـــ په کافي اندازه وخت په پام کې ونیسئ:
هره هغه کړنه، چې له کور څخه تر وتلو مخکې یې ترسره کوئ، په پام کې ونیسئ. له بیړې کولو پرته، ترڅو چې ځان وینځئ او خپل وېښتان ږمنځوئ او جامې اغوندئ څومره وخت به ونیسي؟
که چېرې ماشوم لرئ، هغه ته خواړه ورکول او جامې ور اغوستل هم په خپلو نورو کارونو ور زیات کړئ، نو وې ټاکئ، چې څومره وخت به ونیسي او د ټرافیکي ګڼه ګوڼې، ودانیزو کارونو او ککړې هوا په پام کې نیولو سره، خپلې موخې ته ورسېږئ.
۴ ـــ خپله ورځ تنظیم او لومړیتوب بندي کړئ:
هره ورځ سهار، هغه څه چې غواړئ، د ورځې په اوږدو کې یې ترسره کړئ، نو لېست یې کړئ، ترڅو له تاسو سره مرسته وکړي او له ګډوډونکو حواسو څخه مو مخنیوی وشي او د دې سبب شي، چې خپلې دندې د لومړیتوب پر بنسټ تر سره کړئ او هڅه وکړئ، ترټولو سخت او ستر کارونه، چې ډېر وخت ته اړتیا لري، د هغه وخت لپاره پرېږدئ، چې حالت مو ښه او په کافي اندازه وخت ولرئ، دغه راز یو تش وخت هغو کارونو ته ځانګړی کړئ، چې ښایي په ناڅاپي توګه را منځته شي.
۵ ـــ کله چې اړتیا لرئ او اړینه ده، نه ووایئ:
آیا ډېری وخت له تاسو څخه غوښتل شوي، چې ډېر وخت په پام کې ونیسئ او ډېرې دندې ترسره کړئ؟
ښایي له بریده زیات له داسې موضوعاتو سره لاس و ګرېوان شوي وئ، چې د دې سبب شوي، څو خپله پروژه مو ځنډنۍ شوې وي او تر شاه مو غورځولې وي. د دې پېښې د رامنځته کېدو پرځای کولای شئ:
ځواب: اجازه راکړئ، چې خپل پروګرامونه مې بررسي کړم، بیا تاسو ته خبر یا ځواب درکوم.
۶ ـــ د خپل ځان د توازن او کنټرول لپاره هڅه:
آیا ستاسو د کارونو لېست له هغه څخه ډېر اوږد دی، چې باید وي؟
ښایي مدیریت کول یې ستاسو لپاره له بریده زیات سخت وي، انعطاف منونکي واوسئ او اجازه ورکړئ، چې وخت له هغو پېښو سره چې په ناڅاپي توګه را منځته کېږي، مقابله وکړي. هوښیار او ځیرک خلک دې ته لېواله دي، چې خپل ډېر کنټرول ښکاره کړي او ترې ګټه واخلي.
هغوی ډېر کم تحریم کوونکي دي او د متوازن ژوند تګلاره ساتي، د هغوی نه یوازې د کار پیل یې په وخت دی، بلکې دا ټاکي، چې د هر کار د ترسره کولو لپاره باید څومره وخت مصرف کړي او په ښه توګه پوهېږي، چې څه وخت پای ته رسېږي.
۷ ـــ ګډوډونکي حواس:
ډېره سخته ستونزمنه ده، چې یو اوږد کار بشپړ کړئ او له پرله پسې دمو سره سره وکولای شئ، خپل کور یا دفتر پرېږدئ، په داسې حال کې، چې تاسو نه شئ کولای، چې د هرې دمې لپاره کوم ځواب، کله او څه وخت ورکړئ، ترڅو وکولای شئ، له هغو څخه مخنیوی وکړئ، مګر دا چې د کار پرمهال خپله اړیکیزه دستګاه یا کمپیوټر ګُل کړئ. موسیقي اورېدل، د لنډ مهالې خوښۍ سبب ګرځي، خو کولای شي، چې ګډوډونکي حواس مو زیات کړي او تاسو د کار کولو او پرمختګ پرمهال تمرکز ته اړتیا لرئ.
۸ ـــ په ټولنیزو رسنیو کې خپل وخت مدیریت کړئ:
ټولنیزې رسنۍ بېلابېلې او ارزښتمنې سرچینې دي، دې ته په نا پام سره، څه تاسو له هغو څخه د بوختیاوو په توګه ګټه واخلئ، څه ورځني خبرونه ولولئ، څه له نورو سره اړیکه ټینګه کړئ، کولای شي، ستاسو په کار کې اوږد مهالی ځنډ را منځته کړي. که چېرې له ټولنیزو رسنیو څخه ګټه اخلئ، تر ډېره په دې باندې پوهېږئ، څومره آسانه کېږي، چې په هغو کې خپل وخت تېر کړئ.
۹ ـــ آیا تر اوسه په دې دلیل، له هغه څخه ډېر چې په پام کې مو و، په لیکه پاتې شوي یاست:
کله چې لیدنه کتنه او یا مرکه لرئ او یا له کار څخه د رخصتېدو وخت دی، د خپل فېسبوک او ټویټر له چک کولو څخه ډډه وکړئ، کله چې وزګار وئ، نو کولای شئ، کم ارزښته کارونه ترسره کړئ، خو بل وخت هېڅکله نه. د ورځې او شپې په اوږدو کې آرام کول او ویده کېدل ډېر مهم دي، که چېرې تېره شپه ښه نه یاستئ ویده شوي، نو د ذهني او جسمي کړنو مخه مو نیسي، که چېرې په شپه کې مو خوب ګډوډېږي، د خپل خوب تخت د مېز ترڅنګ یو کاغذ کېږدئ، خپلې نظریې او کارونه تنظیم کړئ، ترڅو په پایله کې وکولای شئ، ویده شئ، په دې صورت کې له یاددښتونو او هغو ته د حل لارې له پیدا کولو سره سره به سهار په ډېرې انرژۍ سره له خوبه را ویښېږئ. دغه راز په سبا ناري کې د ښو او مغذي خوړو خوړل د انرژي او فعالیتونو د ډېرښت سبب ګرځي، په کار او دنده باندې د تمرکز له ډېرښت سره مرسته کوي.
۱۰ ـــ د خپلو معلوماتو بررسي او ارزونه:
ګڼ شمېر لاملونه شتون لري، چې دا چاره ځنډنۍ کوي. په وخت پېژندونکو افرادو باندې څېړنه دا څرګندوي، چې مقابل افراد یې تر ډېره هغه کسان دي، چې په ژور خپګان او اروایي فشار باندې اخته کېږي او هغوی ډېر ځنډ کوي ( دا کسان تر ډېره ځنډ کوي )
که چېرې ستاسو دا ځنډونه د یوې ځانګړنې ناروغۍ او لاملونو په خاطر نه دي او یوازې په خاصو مواردو کې ځنډ کوئ، نو دا معلومه کړئ، چې څه څیز د وروسته پاتې کېدو لامل شوی. ښایي دا موضوع ستاسو د کارونو په سمه توګه د نه سازماندهي کېدو له امله وي او یا هم بل کوم لامل ولري: لکه: ستاسو پیغامونو ته په وخت ځواب نه ورکول، د خرید یو لېست لیکل او یا حتا مطالعه کول.