- لیکنه: ولمه ځلا
په کابل کې د حکومت د کاري تخنیکي ټیم او د طالبانو د پلاوي ترمنځ له دریو ورځو راهیسي د بندیانو پر خلاصون خبرې رواني دي، خو لا هم هېڅ پرېکړې ته نه دي رسېدلي.
ټاکل شوې وه چې کابل ته د طالب بندیانود خوشې کېدو لپاره به د طالبانو ۱۵ کسییزه پلاوی راشي، خو د کرونا ناورغۍ له امله د لګېدلو محدویتونو او بندیزونو له امله له دغه پلاوي یوازې درې کسان یې کابل ته رارسېدلی دي.
دوې ورځې وړاندې د طالبانو له خوا د دوی درې کسییزه پلاوی د طالب بندیانو د خوشې په موخه کابل ته راورسېدل، چې د حکومت د کاري تخنیکي ټیم د دغه پلاوي کوربتوب پر غاړه درلود.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي چې د دواړو لورو ترمنځ تخنیکی بحثونه وشول او دغه بحثونه ګتور تمام شوي دي.
ده وايي ترڅو چې حکومت او طالبانو ترمنځ تخنیکی بحثونه پای نه وي موندلی، نو د طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ هم نه پیلېږي.
بل لور ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې د دواړو لورو ترمنخ د بندیانو پر نوملړ اوتطبیق تخنیکي بحثونه روان دي.
نوموړي په وینا هیلهمند دي چې دغه بحثونه پای ته ورسېږی او د بندیانو د خوشې کېدو زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې د طالبانو پلاوی د طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه کابل ته سفر کوي، خو تر دې وړاندې د کابل د سولې د لومړي تماس ګروپ او د طالبانو ترمنځ درې ځلې د ويډیو کنفرانس له لارې خبرې شوي دي.
ټاکل شوې وه چې د طالب بندیانو د خوشې لړۍ به د ولسمشر محمد اشرف د فرمان په بنسټ د مارچ په ۳۱ مه ورځ پیل شي، خو لا هم د دغې لړۍ د پیلېدو خبرې نه شته.
د ولسمشر سلاکار وحید عمر څو ورځې وړاندې ویلی و ځکه یې د طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ نه پیلوي چې د طالبانو کوم پلاوی لا هم کابل ته نه دی را رسېدلی.
خو ځیني کارپوهان بیا به پر دې باور دي چې د طالب بندیانو د خوشې کېدو سره سم باید د بین الافغانی مذاکراتو لپاره زمینه برابره شي.
دوی وايي که چېرې دغه لړۍ یوازې د حکومت له لوري پیل شي، نو ښې پایلې به ونه لري او طالب بندیان به بېرته د جګرو لیکو ته لاړ شي.
دا په داسې حال کې د حکومت لخوا د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په موخه ۲۱ کسییزه پلاوي نوملړ اعلان شو، خو لا هم د طالبانو له لوري کوم پلاوی نه دی معرفی شوی.