خبريال: مدثر دعوت
ټايګر شروف غواړي د رامبو فلم يوځل بيا جوړ کړي.
رامبو د امريکايي فلمونو د لړۍ نوم دی چې مرکزي لوبغاړی يې سيلويسټر سټالون وو او په ۵ برخو کې جوړ سويدی.
دا فلم د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۲ز کې جوړ سوی چې د لړۍ پنځمه برخه يې په ۲۰۱۹ز کې خپره سوه.
د باليووډ سېنما ځوان لوبغاړی چې پدې وروستيو وختو کې يې يوازې اکشن فلمونو ته وخت ورکړی غواړي د رامبو د لړۍ لومړنی فلم يوځل بيا جوړ کړي.
ټايګر شروف د باليووډ د باتجربه اداکار جګي شروف زوی دی، ددې فلم مرکزي رول اجرا کوي.
ددې فلم جوړوونکی سيدارت اناند دی چې د ټايګر شروف سره يې د “وار” فلم جوړ کړ چې خورا بريالی وو.
د ټايګر شروف وروستی فلم “باغي ۳” وو چې د کرونا وېروس له کبله ډېر کم وخت په سېنماوو کې خپور سو.
د رمبو فلم چې ويل کېده د روان کال په اکتوبر کې به يې فلمبرداري پيل سي، خو د کرونا وېروس يې ټول کارونه په ټپه ودروله.
د فلم جوړوونکې ډلې ويلي چې د ۲۰۲۱ په وروستيو ۳ مياشتو کې به ياد فلم نندارې ته وړاندې سي.