ټائیګر شروف؛ د هریتهیک او ډیشا په تړاو تبلیغات احمقانه دي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د هندۍ سینما ځوان ستوري ټائیګر شروف د هریتهیک روشن او ډیشا پټانۍ په تړاوو خپاره شویو اوازو کې د خپلې ملګرې ډیشا پټانۍ او هریتهیک روشن په ملاتړ رادانګلي.
د بالیووډ د فلمون یو شمېر مینوالو پر هرتیهیک روشن تور لګولی و چې ځوان فلمي ستورې ډیشا پټانۍ یې ځورولې ده.
د دوی دواړوو یوه وړه ویډیو هم په ټولنیزه مېډیا کې لاس په لاس کېده چې په دواړه یوځای په یوه کټ کې د ناستې پر مهال ښکاري.
وروسته دغه خبره تر رسنیو راووته او ډیشا پتاني دغه خبره رد کړه خو د هرتیهیک روشن سره یې په یوه فلم کې کار کول پرېښودل.
دا ځل ټائیګرشروف د دوی دواړو په تړاوو خپرېدونکو اوازو په اړه خپله خاموشي ماته کړه.
هرتیهیک روشن تازه د ګنګنا رناوټ سره له جنګ جګړو او ناندریو راوتلی او ورپسې سمدلاسه پرې د ډیشا پټانۍ د ځورولو تورونه ولګول شول.
د دوی دواړو په تړاوو ویل کیږي چې هریتهیک روشن د ډیشاپټانۍ سره د فلم په یوه چوکۍ هغې ته د نژدي کېدو کوښښ کاوه، چې وروسته بیا فلمي ستوری ډیشا پټانۍ د روشن د غیراخلاقي رویې په خاطر له فلم څخه هم لرې والی غوره کړ.
هندۍ رسنۍ وایي، اکشن هېرو ټائیګر شروف د دغې مسئلې په تړاو خپله چوپتیا ختمه کړې او ویلی دي چې داسې منفي تبلیغات د ژوند یوه برخه ده چې نه یوازې هریتهیک روشن بلکې زیاتره فلمی ستورې د دغه ډول تبلیغاتو ښکار کیږي.
د ده په خبره زیاتره د هغوي فلمي ستورو په تړاوو دغه ډول منفي تبلیغات کیږي چې تازه د شهرت په پوړیو پورته روان وي.
ټائیګر شروف وايي دده په فکر دغه یو ډول احمقانه تبلیغات دي ځکه چې زه دواړه له نژدې پېژنم او دواړو دغه شان نه دی لکه څنګه یې چې په تړاوو ویل کیږي دوی ډېر زیات ښه خلک دي.
د یادولو ده چې د ډیشا پټانۍ او ټائیګر شروف د میني او ملګرتیا کیسې په هندۍ سینما کې مشهوري دي، او په ځوانو جوړو کې یوه غوره او ښه جوړه بلل کېدلی شي.