
خبریال: فضل الله فضلي
د حرمین شریفین ویب پاڼي د معلوماتو له مخي چي د سعودي عرب د حج او عمرې وزارت اعلان وکړ، چي سږ کال به د حج مراسم د یو لړ محدودیتونو او روغتیايي تدابیرو سره ترسره سي.
نوموړی وزارت وايي:
د سږ کال د حج مراسم به په سعودي کي د دې هیواد عرب او په دې هیواد کي د نورو هیوادونو د شته مسلمانان لخوا اداء شي.
د کرونا وبا د ویري له امله به ددې حجیانو شمېر تر ۱۰ زرو ډېر نه وي او په روغتیايي تدابیرو کي به د حج مراسم ترسره سي.
د سعودي د حج وزارت د دې هیواد د روغتیا وزارت سره په مشورې لاندي عمده پرېکړي کړي:
۱- د سږ کال د حاجیانو شمېر به ۱۰ زره وي.
۲- په حج کي به تر ۶۵ کلنو ډېر عمر لرونکو ته اجازه د حج نه وي.
۳- حاجیانو به د حج مخکي د کرونا ویروس معاینات کوي.
۴- څوک چي په اوږده یا خطر ناکه ناروغۍ اخته وي، هم د حج اجازه نه لري.
۵- د حج د اداء کولو پروخت به ټولنیزه فاصله د هر حجي ترمنځ موجوده وي.