آی‌پي‌اېل کې حیدراباد شپږمه او پنجاب پنځمه ماته وخوړه

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

 

هند د سوداګریز کرکټ لوبو په دوام د یکشنبې په ورځ ۲۸ مه لوبه د حیدرباد او رجستان ترمنځ ترسره شوه.

راجستان د په شل اورونو کې د جاس بټلر د ۱۲۴ منډو په مرسته ۲۲۰ منډې او درې لوبغاړي یې وسوځېدل.

راشدخان په ۴ اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې یوه وېکټ یې واخیسته او محمدنبي عیسی‌خېل بیا یواځې یو اوور وکړ او ۲۱ منډې یې ورکړې.

د حیدراباد لپاره یو لوبغاړی هم د نیمه سلیزې په وهلو بریالی نشو، منېش پانډی ۳۱ او جاني بېرسټو ۳۰ منډې وکړې، دې لوبډلې په شل اورونو کې د ۸ وېکټو په نقصان سره ۱۶۵ منډې وکړې او لوبه ترې راجستان په ۵۵ منډو وګټله.

محمد نبي عیسی‌خېل په ۵ توپونو ۱۷ منډې وکړې، چې دوه یې شپږیزې او یوه یې څلوریزه ووهله.

راشدخان بیا په صفر اوټ شو.

د لوبې غوره لوبغاړی جاس بټلر وپېژندل شو، هغه په ۶۴ توپونو د ۸ شپږیزو او ۱۱ څلوریزو په مرسته ۱۲۴ منډې وکړې.

د یاد لیګ په ۲۹ مه لوبه کې بیا ډیلي کپېټلز او پنجاب کېنګز لوبډلې مخ وې، چې پنجاب کېنګز په ټولو اورونو کې د ۶ ویکټو په لوېدو سره د میانک اګروال د ۹۹ ناسوځېدلو منډو پرمټ ۱۶۶ منډې وکړې.

کګېسو رباډا په څلورو اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې او درې وېکټې یې واخیستې.

ډیلي یاد هدف په اتلسم اوور کې د درې وېکټي په سوځېدو سره د شېکردوان د ۶۹ ناسوځېدلو منډو په ملیتا پوره کړ او پنجاب ته یې په ۷ وېکټو ماته ورکړه.

د دوشنبې په ورځ به رایل چلېنجرز بنګلور د کلکته نایټ رایډرز پر وړاندې ۳۰ مه لوبه وکړي.

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.