د نړۍ لس ښایسته سترګې‌ لرونکې مېرمنې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
ژباړه: عایشه حیدري

سترګې د انسان د زړه هېنداره ده. د انسانانو د سترګو په لیدو سره کولای شئ د هغوی باطن (دننه وجود) ووینئ. سترګې د انسان هر حس او هره خبره له فرېب او دوکې پرته څرګندوي. مهرباني، مینه، خندا، خوښي، او ان تر دې چې کولای شوئ غم د انسانانو په سترګو کې و وینئ.
د فلمي ستورو او مشهورو څېرو قد، اندام، د پوستکي رنګ، ښایست او داسې نورې ځانګړنو باندې‌ یې په وار وار سره خبرې شوي دي، دا ځل مونږ غواړو د فلمي ستورو د سترګو په اړه تاسو ته معلومات درکړو او هغه فلمي ستوري در وپېژنو چې د نړۍ ښایسته او زړه‌راښکونکې سترګې لري.

۱ – انجلینا جولي Angelina Jolie

انجلینا جولي په کال ۱۹۷۵ز د متحده ايالتونو په لاس انجلس کې زېږېدلې او د هالیووډ يوه نامتو او د زړونو شهزاده‌ګۍ فلمي اداکاره ده.
په نړۍ کې چې څوک د انجلینا جولي نوم اخلي ارومرو به یې ذهن ته د هغې ښایسته اوبرنګه سترګې ورځي. د دې ترڅنګ چې انجلینا جولي ښایسته، نامتو، خیر غوښتونکې، خیر رسونکې فلمي لوبغاړې ده او ښکلې شونډې لري، د هغې ښایسته سترګې هم د هغې د جذابیت او ښایست نښه ده.
جولي، څو څو ځلې د بېلابېلو مراسمو په ترڅ کې د نړۍ ترټولو ښایسته، زړه راښکونکې او تر ټولو ښه او بریالۍ ښځينه لوبغاړې ټاکل شوې.

۲ – اېشوریا رای بچن Aishwarya Rai Bachchan

اېشوریا رای بچن Aishwarya Rai Bachchan د هند هېواد نامتو فلمغاړې ده چې په کال ۱۹۷۳د هند هېواد په کارناتاکا کې زېږېدلې. ایشواریا رای په ۱۹۹۴ د نړۍ تر ټولو ښایسته نجلۍ وپېژندل شوه او د نړۍ د ښکلا د ملکې نوم یې خپل کړ.
د ايشوریا رای د ښکلا او جذابیت ستاینې په ټوله نړۍ کې د هر چا د خولې په سر ده. دا هندۍ فلمغاړې د خپلو ښایسته او زړه‌راښکوونکو سترګو له امله د نړۍ د میلیونونو انسانانو په زړونو کې ځای نیولی.

۳ – اېمبر هرډ Amber Heard

د ښکلو او زړه‌راښکونکو سترګو لرونکو مېرمنو په کتار کې امریکايۍ فلمغاړې او موډله اېمبر هرډ Amber Heard هم ځانګړی ځای لري. مېرمن هرډ په ۱۹۸۶ز د متحده ایالتونو په تکزاس ښار کې زېږېدلې او په فلمي نړۍ کې ځانګړی نوم لري.
دا یوازې موږ نه یو چې د اېمبر هرډ د ښایستونو خبره کوو، بلکې د طلايي ښکلا نوم خپلول هم دا ښیي چې اېمبر هرډ Amber Heard د نړۍ ښایسته او ښکلې مېرمن ده.
د اېمبر هرډ سترګې ډېر واقعي او طبیعي ښایست لري، که تاسو هم د اېمبر هرډ یو انځور ووینئ د هغې د سترګو د ښایست حقیقت به ضرور ومنئ.

۴ – جي جي حدید Gigi Hadid

جي جي حدید په ۱۹۹۵ز د متحده ایالتونو په لاس انجلس کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او د امریکې یوه نامتو موډله ده. که وغواړو څو پاڼې ستاینې د جي جي حدید د ښایست په اړه ولیکو لیکلای یې شو، خو دا څو پاڼې هم د هغې د ښکلا د بیانولو لپاره بسنه نه کوي.
جي جي حدید پر دې سربېره چې ښایسته اندام لري د اوبرنګه او نسبتاً زرغونو سترګو لرلو له امله د نړۍ د ډېرو نامتو تولیداتو په سوداګریزو خبرتیاوو کې کار کړی او ډېر مینه‌وال یې موندلي دي.

۵ – مېلا کونیس Mila Kunis

مېلا کونیس په ۱۹۹۳ز د اوکراین په چرنیوتسي کې نړۍ ته سترګې غړولي، او د اوکراین هېواد یوه نامتو او ښایسته فلمغاړې ده. مېلاکونیس په ۱۵ کلنې کې تمثیل پیل کړ او اوس د نړۍ په زړه راښکونکې نجلۍ بدله شوې.
د مېلا کونیس دواړه سترګې یو له بل سره توپیر لري او کیڼه سترګه یې زرغون او ښۍ سترګه یې د قهوې په څېر رنګ لرونکې ده، خو دغه توپیر د نوموړې د سترګو ښکلا څو ځلې زیاته کړې او د مېلا د ښایست او جذابیت څخه څه نه کموي.

۶ – اډریانا لیما Adriana Lima

په ۱۹۸۱ز د برزیل په باهیا ښار کې زېږېدلې او د برازیل هېواد يوه نامتو او پېژندل شوې موډله ده. د‌ اډریانا لیما اوبرنګه سترګې موږ ته تل د برازیل ساحلونه هغه ځای چې اډریانا لیما پکې زېږېدلې را یادوي. د‌ اډریانا لیما سترګې د ځان ته را ښکلو ځانګړی ځواک لري چې په لیدو یې انسان ځان ته جذبوي او راکاږي.
اډریانا لیما په ۳۶ کلنۍ کې د نامتو او پېژندل شویو تولیداتو لکه میبلین، کیاموټرز Kia Motors او داسې نورو اعلاناتو کې برخه اخیستې.

۷ – چارليز تیرون Charlize Theron

په کال ۱۹۷۵ کې د سویلي افریقا په بینوني ښار کې نړۍ ته سترګې غړولي دي، نوموړې یوه پېژندل شوې موډله او فلمي اداکاره ده. کله چې د ښځينه فلمي اداکارانو ستاینه کېږي لومړۍ فلمغاړې چې د‌ هر چا ذهن ته ورځي هغه چارليز تیرون ده.
چارليز تیرون نه یوازې دا چې موډله او فلمغاړې ده، بلکې د زرغونو او طبیعي رنګ سترګو لرلو سره په دې توانېدلی چې ډېر مینه‌وال ومومي، او د هالیوډ د نړۍ په یوې نامتو او ښایسته فلمغاړې بدله شي.

۸ – مېګان فاکس Megan Fox

مېګان فاکس په کال ۱۹۸۶ کې د متحده ایالتونو په تنسي سیمه کې نړۍ ته سترګې غړولي او یوه نامتو فلمي لوبغاړې ده. که څه هم د مېګان فاکس کړه وړه (څېره او د بدن غړي) ټول ښایسته دي خو نه شو کولای د هغې د اوبرنګو سترګو له ښکلا انکار وکړو.
د څېړنو پر بنسټ مېګان فاکس د هالیوډ فلمي نړۍ تر ټولو زړه‌راښکونکې او ښایسته څېره ده.

۹ – مارګو رابي Margot Robbie

مارکو رابي په ۱۹۹۰ په استراليا کې نړۍ ته سترګې غړولې او یوه نامتو فلمغاړې ده.
د هالیوډ نړۍ د ښکلو اوبرنګو سترګو لرونکو فلمغاړو له ډلې یوه هم مارګو رابي ده. سره له دې چې مارګو رابي ۲۰۰۷ ز راپدېخوا په فلمونو کې رول لوبوي، خو کله چې نوموړې د The Wolf of Wall Street (د والسټريټ لېوه) فلم کې رول ولوباوه په نړۍ کې ډېره وپېژندل شوه او شهرت یې ترلاسه کړ.
مېرمن رابي د ښایسته او زړه‌راښکوونکو سترګو لرلو له امله ځان ته د نړۍ د ښکلو ښځو په کتار کې ځانګړی ځای موندلی دی.

۱۰ – الېزابت ټېلر Elizabeth Taylor

الېزابت ټېلر Dame Elizabeth Rosemond Taylor په ۱۹۳۲ز په انګليستان کې نړۍ ته راغلې او یوه نامتو فلمغاړې ده او د‌ هالیوډ فلم نړۍ به هېڅکله هم الېزابت ټېلر هېره نه کړي.
نه یوازې دا چې د الېزابت ټېلر شخصیت، بلکې د هغې ښایست د دې لامل شوی چې ځانته ميليونونه پلویان پیدا کړي.
که څه هم الېزابت ټېلر اوس په دې نړۍ کې نه شته، خو د نوموړې ارغواني رنګه سترګې به هېڅکله د هغې د مینه‌والو له یاده ونه وځي.
دا باید هېر نه کړو چې په نننۍ لیکنې کې موږ تاسو ته یوازې لس هغه ښځې او نجونې در وپېژندلې چې د نړۍ تر ټولو ښایسته سترګې لري، خو په نړۍ کې نورې داسې ډېرې ښځې او نجونې هم شته چې ډېرې ښایسته او زړه‌راښکونکې سترګې لري، چې په راتلونکو لیکنو کې به یې در وپېژنو.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.