پارس کې د اوکرایین د جګړې او د اروپا د امنیت په اړه سبا چهارشنبې دویمه غونډه جوړیږي

د اروپایي ټولنې مشران د فرانسې په پلازمینه پارس کې د اوکرایین د جګړې په اړه ناسته درلوده

فرانسه به د چهارشنبه په ورځ د اوکراین د جګړې او د اروپا د امنیت په اړه د دویمې غونډې کوربه وي.

په دې غونډه کې له کاناډا او هغو اروپایي هېوادونو د ګډون غوښتنه شوې چې د پاریس د همدې اونۍ په بیړنۍ غونډه کې حاضر نه وو.

د ديپلوماتیکو سرچینو د معلوماتو له مخې غونډه کې به د کاناډا، ناروی، استونیا، لاتویا، لیتوانیا، چک جمهوریت، یونان، فنلند، رومانیا، سویډن او بلجیم چارواکي حضور ولري.

د پاریس په لومړۍ غونډه کې چې د فبرورۍ په ۱۷مه جوړه شوې وه، اروپایي مشرانو اوکراین ته د امنیتي ضمانتونو ورکړې ته لیوالتیا درلوده، خو وې ویل دغه ډول ضمانتونه د واشنګټن په مشارکت پورې اړه لري.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، دوی اوکراین کې د تلپاتې سولې په لټه کې دي.