د افغان کريکټ سره ولي د هيودوالو مينه د پخوا په پرتله کمه شوې؟!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

تاسې ته به یاد شي، چې له نن څخه لس یا پنځلس کاله وړاندې به د افغان لوبډلې لوبې وې، نو خلک به ورته ډېر بې صبره وو، راډیوګانو ته به انتظار وو، چې د لوبې تازه جزیات، تبصره او کمېنټري ترې واوري، کله چې افغان لوبډله د دې جوګه شوه، چې نړیوال جام کې ولوبېږي او په لوبغاړي یې په تلوېزیون راښکاره شول؛ نو خلکو دا هڅه پیل کړه، چې د کرکټ اتلان د تلوېزیون په پرده وګوري.
د ۲۰۱۰ م کال نړیوال شل اوریز جام کې چې ویسټ انډیز کې ترسره شوه، افغان لوبډلې پکې د لومړي ځل لپاره ګډون وکړ.
هغه مهال افغانستان کې برېښنا نه وه او له ښاره وتلو ساحو کې خلکو څراغونه او ګازډبو څخه د روښنایۍ لپاره استفاده کوله.
خو د لوبو لپاره خلکو جنراتورونه واخېستل ترڅو پرې د افغانستان لوبې وګوري، یو تلوېزیون ته به ډلې، ډلې زاړه، ځوانان او ماشومان راټول وو او د لوبې ننداره به یې کوله.

هغه مهال دلچسپي ورځ تر بلې زیاتېدله، لوبغاړو او کرکټ سره د خلکو مینه زیاته شوه او ان کرکټ تر دې ځایه راورسېد، چې د هېواد په ختیځ ننګرهار کې کرکټ اکاډمۍ جوړې شي او خلکو د مسلکي کرکټ زده کولو ته مخه کړه.
له ښار وراخوا په کلیو او بانډوکې هم ځوانانو او ماشومانو کرکټ ته مخه کړه او کرکټ په افغانستان کې د یوې مخکښې لوبې په توګه رازرغونه او غوړېده.
له لوبغاړو سره خلکو له ډېرې مینې عکسونه واخېستل، هغوی ته یې ګلان ور په غاړه کړل، رسنیو کې یې مېلمانه کړل او ان دا چې د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي یې په اوږو وګرځول.
دا یې حق هم و، ځکه چې دوی د افغانستان لا هسک کړ او د افغانستان بېرغ یې د نړۍ په کچه ورپاوه.
افغان لوبډلې له درېیمې درجې هېوادونو څخه تر لومړۍ درجه لوبډلې ځان راورساوه او اوس په نړۍ کې د یوې بشپړې غړېتوب لرونکې لوبډلې په توګه لوبېږي.
خو اوس د خلکو دلچسپي کمه شوې، نه یې له لوبغاړو سره هغه مینه شته او نه یې هم له کرکټ سره.
علتونه یې دلته درته واضح کول غواړو

لومړی علت؛ کرکټ لوبډله ملي ده او باید هغو لوبغاړو ته وخت ورکړل شي، چې د هېواد ملي بېرغ رپانده ساتي او وړتیا یې ولري.
خو دا چې اوس د کرکټ مسلکي لوبغاړي زیات دي نو غوراوی سل سلنه د نورو هېوادونو په څېر د وړتیا پر بنسټ نه کېږي، بلکې د لوبډلې غوراوی یا سلېکشن د اړیکو او واسطې پراساس کېږي، چې دا یې د دلچسپۍ د کمېدو یو علت دی.
بل علت؛ د لوبغاړو له زړه لوبه نه کول، د نړیوال پنځوس اوریز جام پر مهال د افغان لوبډلې ۹ پرله پسې ماتې او د لوبغاړو ترمنځ ګډ وډي هغه څه وو، چې د هېوادوالو زړونه یې مات کړل.
دا ځکه یواځینۍ وسیله کرکټ وه، چې جنګ ځپلي ولس ته یې خوشحالي وربخښله هغه هم د بې اتفاقۍ ښکار شو؛ نو د هېوادوالو ګېلې له کرکټه هم وشوې.
درېیم علت؛ د کابو شلو کلونو راهیسې د زړو لوبغاړو لوبېدل او ځوانو لوبغاړو ته کمه ونډه ورکول.
اصغر افغان، محمد نبي عیسی خېل، سمیع الله شینواری، شفیق الله شفق، ګلبدین نایب او ځېنې نور پخواني لوبغاړي له کابو یوې او دوه لسیزو کرکټ کې لوبېږي، چې وړتیا یې هم معلومه ده.
دا لوبغاړي باید نور ملي لوبډله کې ځای ځوانو لوبغاړو ته پرېږدي.
نو د دغو زړو او کلیشا لوبغاړو لوبېدل، د دې سبب شوي چې کرکټ سره د خلکو مینه کمه شي او واټن ترې واخلي.

څلورم علت؛ کرکټ کې وړتیا ته پام نه کول او خپلوي پالل، دا هغه علت دی چې تکړه لوبغاړي له لوبو زړه توري شوي دي.
دې چارې له کرکټ بورډ څخه ډېر لوبغاړي مرور هم کړل، لکه منیر کاکړ، نورعلي ځدران، دولت ځدران، افتاب عالم او نورو لوبغاړو ګېلې وکړې.
دلته په جلال اباد کې د کرکټ ډېر مینوال له کرکټ سره خپله دلچسپي کمه ښیي او وایي چې د پخوا په څېر یې له کرکټ سره علاقه نشته.
ودان مینوال، ذاهدالله درانی، اباسین امرخېل، یارمحمد پردېس، بختیار یاسیني او داسې ډېری د کرکټ نور مینوال له لوبو سره د دلچسپۍ کمښت ښيي او علت یې د زړو لوبغاړو شتون په ګوته کوي.
پنځم علت؛ افغان لوبډله له پخوانیو دویمه درجه لوبډلو سره سیریزونو نیول.
ایرلېنډ او زِمبابوې سره مونږ ډېرې لوبې کړي، د کرکټ بورډ په وېنا چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې له ایرلېنډ سره ۱۸ شل اوریزې لوبې کړي، چې ۱۴ یې ګټلي دي، یوه یې بې پایلې شوې او درې ایرلېنډ ګټلي دي.
تاسو خپله فکر وکړئ، کله چې له یوې لوبډلې سره په دومره شمېر کې لوبې وشي او پایله له وړاندې واضح وي، چې لوبې افغانستان ګټي ایا دا به په لوبه کې دلچسپي پېدا کړي؟ ځواب به مو خامخا نه وي.
همدارنګه مونږ له زِمبابوې سره هم شل اوریز او یو ورځنۍ لوبې کړي، چې هغوی مو هم مات کړي دي؛ نو دا همدا علت دی، چې له یوې تکراري لوبډلې سره د زرګونه او لکونه ډالرو په بدل کې د لوبو او لوبلړۍ نیول عبث لګښت دي او دلچسپي یې هم صفر ده.
افغانان غواړي چې د دوی لوبډله له بنګله دېش، سریلانکا، هندوستان، پاکستان، افریقا، انګلستان، نیوزیلېنډ، اسټرالیا سره لوبې ولري.

دا چې افغان کرکټ بورډ له لوړو لوبډلو سره لوبې نه برابروي دوه علتونه لرلی شي.
لومړی؛ افغان لوبډله تازه بشپړ غړیتوب لرونکې شوې ده، شل اوریزو لوبو کې اووم مقام کې ده، که لوړو لوبډلو سره لوبې وکړو او وې یې بایلو؛ نو درجه بندۍ کې وروسته کېږو او بیا له بشپړ غړیتوب څخه وتلی او غورځېدلی شو.
دویم دا چې اصغر افغان یو ځل بیا لوبډلمشر شوی او د هغه مثبت ښکاره کولو لپاره زمینه سازي ده.
کرکټ بورډ په نظر که دوی له وړو لوبډلو سره لوبې وکړي او وې یې ګټي نو هېوادوال به ووایي، چې اصغر افغان ښه لوبډلمشر دی او حال دا چې په راروان اسیا جام او نړیوال جام کې به یې د لوبډلمشرۍ پته ولګي.
بله خبره دا ده، اصغر افغان که څه هم ښه توپ وهنه اکثره وخت نشي کولای؛ خو لوبډلمشرۍ کې بیا څه ناڅه ښه دی.
د دلچسپۍ د کمښت ثبوت او د کرکټ بورډ په رسمي فېسبوک پاڼه د خلکو تبصرې

له ایرلېنډ سره د افغان لوبډلې د درې شل اوریزو کرکټ لوبو لړۍ د سه شنبې په ورځ د مارچ په لسمه نېټه پای ته ورسېده او افغان لوبډلې پکې دوه د یوې لوبې پر وړاندې بری حاصل کړ.
کرکټ بورډ په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې افغان لوبډلې له ایرلېنډ څخه لوبلړۍ دوه د یو پر وړاندې وګټله.
دغه پوسټ ته له ۵ سوه زیاتو کرکټ مینوالو او هېوادوالو کمېنټونه پرېښي دي، چې سلو کې ۹۹ یې منفي او د کرکټ بورډ په رهبرۍ او لوبډله یې انتقادونه کړي دي.
دوی په کرکټ کې د خپلوۍ پالل، له ټیټو او دویمه درجه لوبډلو سره لوبې کول او ځوانو لوبغاړو ته ونډه نه ورکول د کرکټ بورډ منفي کردارونه یاد کړي دي.

له ایرلېنډ سره لوبه د ځوانو او زړو لوبغاړو پرتله
ګربز په ورستۍ لوبه کې ۴۲ منډې وکړې، قېس احمد او نوین الحق درې، درې وېکټې واخېستې.
دې سیریز کې په زړو لوبغاړو کې چې لږ څه مثبت و، هغه اصغر افغان و، چې یوه لوبه کې یې ۴۹ او بله لوبه کې یې ۳۱ منډې وکړې، د محمد نبي، ګلبدین، شاپور او نورو په ګډون زړو لوبغاړو ښه کارکرده ګي ونه شوه کړای.
راشدخان او مجیب هم غوره لوبه وکړه، راشدخان په یو اوور کې ۱۵ منډې واخېستې او لوبه یې سوپر اوور ته ورسوله.