د ۲۰۲۱ز کال اسکار مراسم وځنډېدل.

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

خبريال: مدثر دعوت
د ۲۰۲۱ز کال اسکار د ۹۳يم پړاو مراسم د دوو مياشتو لپاره وځنډول سوه.
د سېنما د نړۍ د تر ټولو معتبرو جايزو مراسم چې د اسکار په نوم ياديږي د راتلونکې کال د فيبروري د ۲۸مې نېټې څخه د اپريل مياشتې ۲۵مې نېټې ته وځنډول سوه.
د کرونا وېروس چې په نړۍ کې يې هر ډول فعاليتونو ته خنډونه پېښ کړه د سېنما نړۍ يې هم بې زيانه پرېنښوده.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د فلمونو د جوړولو کمپنۍ په ټپه درېدلي او د تېرو څو مياشتو راهيسي په هيڅ هيواد کې د سېنما پر پردې فلم نه دی ريلېز سوی.
دا هم نده مالومه چې د اسکار د جائزو شپه به د ځانګړو کسانو لپاره وې که به هر څوک پکښې ګډون کولای سي.
images 2020 06 16t0042486719727347048538533. د ۲۰۲۱ز کال اسکار مراسم وځنډېدل.
اسکار پخپل ۹۲ کلن تاريخ کې يوازې درې ځلې ځنډلی دی، لومړی ځل کله چې لاس انجليس شديدو سېلابونو وځپی،دويم ځل په ۱۹۶۸ز کې د امريکا د مسيحي وزير مارتين لوتر کينګ تر ترور وروسته او دريم ځل په ۱۹۸۱ز کې د امريکا د ولسمشر رونالد رېګن د ترور تر هڅې وروسته د اسکار جايزو لړۍ وځنډول سوه.
190122225738 pba oscars super 169 د ۲۰۲۱ز کال اسکار مراسم وځنډېدل.
د اسکاز د اکاډمۍ رئيس ډيويډ روبين رسنيو ته ويلي:” د يوې پېړۍ راهيسي فلمونو په تياره وختونو کې زموږ په هوسايني ،الهام او ساتېري کې مهم رول لوبولی،دا ځل اړ يو د جايزو لړۍ وځنډوو خو هيلې او وړتياوې به ستايل کېږي،راتلونکی اسکار او زموږ د نوي موزيم پرانيستل به يوه تاريخي شېبه په نښه کړي،چې د سېنما له لارې د نړۍ متحد کېدو لپاره به مينه وال راټولوي.
د اسکار د جايزې د ورکړې مراسم د ۱۹۲۹ز کال د می مياشتې په ۱۶مه نېټه د لومړي ځل لپاره ترسره سوه،چې هر کال د هاليووډ سېنما فلمونو ته په بيلابيلو برخو کې جايزې ورکوي.