د لوبغاړي کیسه، چې د خپل پلار په مرسته تر نړیوال کرکټه ورسېد

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

یاران سپورټس
د کرکټ په نړۍ کې ډېر لوبغاړي شته، چې تر نړیوال کرکټ پورې رسېدلي، خو تر د دغو هڅو تر شا یې د چا الهام شته چې د نړۍ په کچه مشهور کرکټر کړی وي.
د راشدخان تر شا د شاهد افریدي بالېنګ و، چې دی یې تشویق کړ، چې کرکټ نړۍ ته راشي او وځلېږي، د سچېن تېنډولکر تر شا یې د هندي لوبغاړو زیات تشویق و، چې هغه د سل سلیزو په ریکارډ ودراوه، له ډوني سره د هغه د کوچنیوالي وخت روزونکي هڅې او خوارۍ وې، چې ډوني یې د درې اتلولیو لوبډلمشر او هندوستان لپاره په کرکټ کې ستر ویاړ وګرځاوه.
خو خبره د شیریاس ایئر کوو، هغه څوک چې د ښه کرکټ لوبغاړو کېدو تر شا یې د پلار د خواریو انګېزه ده.
شیریاس ایئر د هندوستان ځوان او پیاوړی توپ‌وهونکی دی، چې د لوبډلمشرۍ تجربه یې هم خورا کره ده.
دی په ۲۰۱۸م کال په آی پي اېل کې وروسته له هغې لوبډلمشر شو، چې ګاتم ګمبیر په لوبډلمشرۍ کې د ډیلي لوبډله له ماتو سره مخ شوه، نو د یادې لوبډلې مالکان په دې لټه کې شول، چې د ډیلي لوبډلې لپاره په آی پي اېل کې یو پیاوړی او ځوان لوبغاړی لوبډلمشر کړي.
بس شیریاس ایئر یې انتخاب کړ، هغه په خپله لوبډلمشرۍ کې د ډیلي کپېټلز لوېدلې لوبډله بېرته په پښو ودروله او ان تر پلی اف پړاوه یې ورسوله.
شیریاس ایئر داسې لوبډلمشري وکړه، چې په خپله ۶۰ سلنه توپ‌وهنه او ډګرساتنه یې لوبډله ورغوله او د ډیلي لوبډلې د مالکانو سربېره یې د هندوستان د کرکټ بورډ سترګې هم ځانته واړولې او بالاخره د هند په څېر پیاوړې لوبډله کې غوره کړ، چې په نړیواله کچه د هندوستان لپاره ولوبېږي.
د شیریاس ایئر پلار او زوی یې تر نړیوال کرکټه رسول
د نوموړي پلار «سنتوش ایئر» کیسه کوي، چې شیریاس ایئر ۴ کلن و، په کور کې یې د کرکټ لوبه کوله، هغه مهال په فلش یا پلاسټیکي توپ باندې یې په کور کې کرکټ کاوه.
کله چې به شیریاس توپ واهه، نو ډېر ښه به یې مېډل کاوه یعنې د بېټ په منځنۍ برخه به یې ډېر ښه لوباوه، چې دې استعداد زه متوجه کړم، چې له هغه سره په دې برخه کې خواري وکړم او د نړۍ په کچه یې وځلوي.
د شیریاس ایئر استعداد په آی پي اېل کې معلوم شو، چې ځینې وختونه به یې توپ‌وهنې او ډګر ساتنې د مبصرینو خولې په خپلو صفتونو ستړې کړې او ځینې وختونه به یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزې خلک ګوته په غاښ کول.
خو د ۲۰۲۰م په سر کې په ۵ شل اوریزو لوبو کې د شیریاس ایئر استعداد معلوم کړ، چې په خپله غوره توپ‌وهنه یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه واخیسته او چټک بېټېنګ یې نندارې ته وړاندې کړ.
ایئر اوس هم د ډیلي لوبډلې لوبډلمشر دی او د هندوستان ایمر جېنګ لوبډله یې هم رهبري کړې ده.
د نوموړي د پلار په دې خبره کې پېغام شته، یعنې هر انسان یوه فطري وړتیا لري، خو دې وړتیا څخه استفاده کول او د ماشوم متوجه کول د والدینو او مشرانو کار دی، چې هغه وپالي او راتلونکي کې ترې د نړیوالو ریکارډونو تمه وکړي.
iyer-father.jpg