ليکوال: مدثر دعوت
بست نن په ۱۰ ويکټو امونهنګانو لوبډلې ته ماته ورکړه.
د بست لوبډلې نن د توپ اچوونې او توپوهنې تر څنګ د ډګر ساتنه په برخه کې خورا ښه کريکټ ترسره کړ.
امو نهنګانو نن د دروېش رسولي په ۵۱ منډو سره په ۵ ويکټو ۱۲۳ منډې هدف وټاکی خو بست په اوپنرانو په ۱۱،۰۳ اوورونو کې ياد هدف پوره کړ.
خو راځئ پرهغو لاملونو او دليلونو وږغېږو چې بست څنګه په لسو ويکټو بريا ترلاسه کړه.
د بست د بريا لاملونه
۱_ ټاس او د لوبډلې قوي مرال
په کريکټ کې دا معمولي خبره ده چې هره لوبډله پچه وګټي د لوبډلې ۵۰% د بريا چانس ډېرېږي،همدا دليل دی چې نن ګلبدين نائب د هوا او حالت سره سمه پريکړه وکړه او توپ اچوونه يې ترسره کړه.
د بست لوبډلې مرال د نن په لوبه کې ځکه قوي وو چې د جمعې په ورځ يې د ميس عينک قوي لوبډلې لوړ هدف مات کړ.
د شپږېزې په ۱۱مه لوبه کې ميس عينک بست ته د محمدشهزاد په سليزې سره په ۲ ويکټو ۱۸۹ منډې هدف وټاکی خو بست په وروستي توپ د ګلبدين نائب په بريدګرې توپوهنې سره په ۴ ويکټو ياد هدف پوره کړ،نن د هماغه لوبې تاثر وو چې بست د امو لوبډلې ته ستره ماته ورکړه.
۲_ په لومړيو ۱۰ اوورونو کې غوره توپ اچوونه
ګلبدين نائب د نورو ورځو په څېر نن هم په پاور پلې اوورونو کې پر اميرحمزه او سيد شېرزاد باور وکړ، او هغوی هم په خورا وړتيا خپله دنده ترسره کړه.
اميرحمزه په لومړي اوور کې د جنت ګل ويکټه ترلاسه کړه او دوې منډي يې ورکړې،په دويم اوور کې سيدشېرزاد يوازې يوه منډه ورکړه،همدارنګه په درېيم اوور کې اميرحمزه بیا یوه ويکټه واخيسته او دوې منډې يې ورکړې،خلاصه دا چې امو په لسو اوورونو کې ۲۷ منډې کړې وې او ۳ ويکټې يې له لاسه ورکړي وې.
۳_ د سيد شېرزاد او اميرحمزه پرلپسې لوبول
په کريکټ کې بريدګر توپ اچوونکي لومړني دوه دوه اوورونه ترسره کوي،خو دا چې نن امو په لومړنيو ۶ اوورونو کې يوازې ۱۶ منډې کړي وې او ۳ ويکټې يې له لاسه ورکړي وې،نو ځکه ګلبدين نائب دوی دواړه پرلپسې ولوبوله چې ښه پايله يې ورکړه.
حمزه هوتک په ۴ اوورونو کې يوازې ۷ منډې ورکړې او ۲ ويکټې يې ترلاسه کړې او سيدشېرزاد په ۴ اوورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او يوه ويکټه يې ترلاسه کړه.
۴_ د بست د پيلوونکو توپوهونکو زغم
د نړيوال کريکټ او تجارتي لېګونو ډېرې لوبې به مو ليدلې وي چې لوړ هدفونو پسې د چېس لوبډله په اسانۍ سره رسېږې خو کم هدفونه په ډېرې سختۍ چېس کېږې ياهم بېخې هدف پسې ځان نسي رسولای.
خو نن د بست لپاره کريم جنت او عمران جنت خورا په باور او تخنيک سره ۱۳۴ منډو ملګرتيا وکړه او د يوولسم اوور په درېيم توپ يې ځان هدف ته ورسوی، کريم جنت ۶۴ او عمران جنت ۵۷ منډې وکړې.
په لومړنيو ۵ اوورونو کې بست ۳۸ منډې کړې وې چې دواړو وروڼو په خورا زغم او احتياط سره پيل وکړ، خو په وروستيو ۵ اوورنو کې يې ۷۰ منډې وکړې.
۵_ غوره لوبډلمشري
دا جوته خبره ده چې د لوبډلې په بريا او د لوبې په اړخ بدلولو مې کې د لوبډلمشر رول ډېر زيات مهم دی.
نن ګلبدين نائب ددې لپاره چې لوبډله يې دويم پړاو ته ولاړه سي ډېرې ښې پريکړې يې وکړې او د امونهنګانو لوبډله يې له پيله تر خپل فشار لاندې راويستله.
اميرحمزه،سيدشېرزاد،کريم جنت، شفيق الله غفاري او وقار الله اسحاق يې په خورا فکر سره په يوبل پسې ولوبوله.