ژباړه: عطا محمد میاخېل
د دې لپاره چې بریا او پرمختګ ته ورسېږئ، باید په خپل ژوند کې اغېزناک بدلونونه رامنځته کړئ. ځینې عادتونه بریا ته له رسېدلو څخه موږ لرې کوي، خو د دې دوو په منځ کې داسې عادتونه هم شته، چې زموږ د بریا د ډېرښت سبب ګرځي.
د دې لیکنې په دوام په هغو نهو عادتونو باندې رڼا اچوو، چې ستاسو له هر څه ډېرې بریا او نېکمرغۍ سره مرسته کوي.
په بشپړه توګه درته په زړهپورې ده، چې پوه شئ، په خپل ورځني ژوند کې کوم عادتونه رامنځته کړئ، چې له ژوند څخه د خپلې خوښۍ او رضایت کچه لوړه کړئ.
۱ ـــ له خپلې هرې ورځې څخه تمه ولرئ
حقیقت دا دی چې ژوند د بېلابېلو تمو پر بنسټ مخته ځي. سهار کله چې له خوبه را ویښېږئ، له ځانه وپوښتئ: “ټاکل شوې ده، چې نن یوه فوق العاده ښه پېښه رامنځته شي” ډاډه اوسئ کوم ګمان چې کوئ، سم به وي. دا پوښتنه هره ورځ سهار له خپله ځانه وکړئ، چې په عادت باندې بدله شي.
۲ ـــ پروګرام جوړ کړئ او لومړیتوببندي وکړئ
هره ورځ ډېر زیات کارونه لرو، چې باید ورته رسیدهګي وکړو، خو تر ډېره د پیل لپاره یې په اروایي فشار باندې اخته کېږو، دا اروایي فشار تر ډېره د دې لپاره دی، چې تل فکر کوئ، نن ډېر زیات کارونه لرم، د دې پرځای، چې خپل ذهن بوخت کړئ، غوره ده چې له کارونو څخه یو یې وټاکئ او ترسره کول یې پیل کړئ.
که درباندې ګڼه ګوڼه ده او د ترسره کولو لپاره ډېر زیات کارونه لرئ، غوره ده، چې له لومړیتوببندۍ سره سم پروګرام جوړ کړئ او ستونزه حل کړئ، چې په راتلونکو ورځو کې په اروایي فشار باندې اخته نه شئ.
۳ ـــ هر چاته چې رسېږې، نو ډالۍ ورکړه
له ډالۍ څخه موخه دا نه ده، چې ډېر لګښت وکړئ او یوه کاغذ بنده ډالۍ واخلئ، کله وخت تر ټولو غوره ډالۍ یوه ښکلې مُسکا ده، حتا کولای شي، یوه مننه یا ساده هڅونه وي یا یو دوستانه سلام او هر هغه څه چې د مقابل لوري د خوشالۍ سبب ګرځي، نو هر شخص ته چې رسېږئ، هغه ته یوه ډالۍ ورکړئ او هېڅ اړمن له مرستې پرته مه پرېږدئ، ځکه د دې ډالۍ په ورکړې سره، هوساینه او آرامتیا ترلاسه کوو، چې زموږ په ژوند کې ډېر زیات ارزښت لري.
۴ ـــ له تعصب را پارونکو بحثونو څخه ډډه وکړئ
په سیاسي او مذهبي بحثونو کې د سم ځواب په نامه کوم څه نشته او دا بحثونه یوازې افراد په هغه څه باندې له یو بل څخه خپه کوي، چې په کنټرول کې یې نه دي. کله چې دا ډول بحثونه را منځته کېږي، نو خپل ځان ترې ګوښه کړئ او بحث مه کوئ، ځکه له خواشینۍ او خپګان څخه بله پایله نه لري.
مثلاً داسې ویلای شئ: “نه مې خوښېږي، چې په دې اړه بحث وکړم.” یا “که د دې مسایلو په اړه فکر کوم، نو اندېښمن کوم او په اروایي فشار باندې اخته کېږم.”
۵ ـــ داسې تصور وکړئ، چې د ټولو نیت ښه دی
موږ په دې باندې نه پوهېږو، چې د افرادو رښتینی فکر او منظور څه دی، نو نه پوهېږو، کوم کار چې ترسره کوي، تر شا یې موخه څه ده. که یوازې په دې خاطر، چې مقابل لوري، عجیب چلند درلود، فکر وکړو، چې له موږ سره د دښمنۍ په لټه کې دی، یوازې د خپلې اندېښنې او اروایي فشار سبب ګرځو، په داسې حال کې، که فرض کړو، چې د ټولو انسانانو نیت ښه دی، نو د خپل ځان لپاره د دوستۍ او پخلاینې لاره هواره وو.
۶ ـــ خواړه سالم او ورو وخورئ
کله وخت په کار ځای کې د خوړو خوړلو فرصت نه لرو، نو اړ کېږو، چې خواړه په ولاړه او په بیړه سره وخورو، که دا ډول شرایط لرئ، نو هڅه وکړئ، چې د ورځې یو ځل، له هغه څه څخه، چې خورئ یې، خوند واخلئ. د بېلګې په توګه هره ورځ یو ښه خوندور خوږ څیز وخورئ، د خوړلو پرمهال تمرکز هم وکړئ او په ټوله مانا له خوړلو څخه یې خوند واخلئ.
۷ ـــ د پایلې په اړه فکر مه کوئ
اندېښنه د دې سبب ګرځي، چې خوښۍ او نېکمرغۍ څخه پاتې شئ، دا اندېښنه د هغو پېښو پایله ده، چې زموږ له کنټرول څخه بهر ده. کله چې کوم کار ترسره کوئ، په هغه باندې تمرکز او عجیب فکرونه پرېږدئ، چې پایله یې څه کېږي.
۸ ـــ د ټلویزیون افراطي ننداره پرېږدئ
په ډېری کورونو کې ټلویزیون روښانه دی، په داسې حال کې، چې د کورنۍ ټول غړي په نورو کارونو باندې بوخت دي. د ټلویزیون موخه دا ده، چې داسې یو کار وکړي، چې له ژوند څخه د ناخوښۍ او نا رضایتۍ احساس وکړئ او نا سالم خواړه وخورئ. ولې اجازه ورکړو، چې نا خبره ضمیر مو په نا محسوس ډول پروګرام شي او په یوه بې فکره فرد باندې بدل شو؟
۹ ـــ هره شپه په خوب ځای کې شکرونه پرځای کړئ
هره شپه مخکې تر دې چې خوب ځای ته لاړ شئ، یو حیرانونکی څیز یاددښت کړئ، دا ارزښتمن څیز کولای شي، یوه ماشوم سره د هغه په لوبو کې ور ګډېدل وي، مهمه داده، چې د هغې ورځې په خاطر منندوی واوسئ، ځکه بیا به تکرار نه شي.