که هر څومره لوی ارواپوه وپوښتې هم به درته ووايي، چې د انسان یوه ډېره ژوره او بنسټیزه اړتیا له نورو سره تړښت دی. موږ هله تر هر بل وخت ډېر خوښ و خوشحاله یو، چې له نورو سره ځانونه نژدې او د یوې ټولنې برخه احساس کړو. د سوداګرۍ د اسمان ستوري له خپلو همکارانو او مشتریانو سره اړیکو جوړولو ته لومړیتوب ورکوي. دوی پر ځان له راتاو خلکو سره نژدې اوسېدونه د وخت ضایع نه، بلکې تر ټولو غوره بوختیا ګڼي.
د رهبرۍ د پرمختیا د یوه مشخص په توګه زه خپل مشتریان هڅوم، چې خلک او اړیکې تل تر هر څه لومړی وبولي. دغه کار روغو خبرو اترو، همږغۍ او ځواکمنو سوداګریزو لاسته راوړنو ته لار هواروي. خلک معمولاً هله ښه ځلیږي، چې وستایل شي. اوس د انساني اړیکو جوړولو هغه لس ډېرې ساده نظریې درښیم، چې زموږ تر لارښوونې د لاندي شرکتونو کارکوونکي یې په خپلو دندو کې خورا بریالي کړي دي:
۱ـ بېحده مثبت ګرایه اوسه؛
۲ـ سپین او رښتیا ویونکی اوسه؛
۳ـ د وخت ټینګ خیال ساته؛
۴ـ لطفاً او مننه ویل د ځان عادت وګرځوه؛
۵ـ لږ ژمنه او ډېر عمل کوه؛
۶ـ د خپلو کارکوونکو وړتیا ور لوړه کړه؛
۷ـ یارانه او د نورو خاطر ساتونکی اوسه؛
۸ـ ډېر دقیق اورېدونکی اوسه؛
۹ـ له نورو سره بې کچې زیاته لېوالتیا وښیه؛
۱۰ـ ډېره مسکا کوه؛
یو بل ډېر مهم ټکی: همیشه خلکو ته په درنه سترګه ګوره. هغه زورور قانون چې ممکن د رهبرۍ او ژوند کولو دواړې تګلارې دربدلې کړي دا دي: د ځان درنولو لپاره باید د نورو درنښت وکړې. زه ځنې وختونه د یوه ډېر نوموتي او خورا ګران بیه سلاکار کیسه کوم. یوه ورځ کوم شرکت د مشورې لپاره وروغوښت. دی د غونډې تالار ته ننووت. ټولو ناستو کسانو ته یې ځیر ـ ځیر وکتل. وروسته روان شو، مارکر یې ورواخیست او پر سپینه تخته یې په غټو تورو ولیکل: «له خلکو سره په درنښت چلند وکړئ!» له دې سره جوخت د بورډ غړو ته موسکی شو او له خونې څخه ووت.