پر تاج محل تندر لوېدلی

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
خبريال: مدثر دعوت

د هندوستان د اتراپرديش ايالت په اګرې سيمه کې د تاج محل پر ودانۍ تندر لوېدلی او ځينې برخې يې ترې ويجاړي کړې دي.
د هندي رسنيو د خبر له مخې د هند په شمال کې توپانونو خورا زور اخيستی او ډېر شديد دي.
پوليسو د يکشنبې پر ورځ له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د شديد توپان او تندر په پايله کې د تاج محل د ساختمان ځينې برخې ړنګې شوې، د مرمر ډبرو هم زيان ليدلی او عمومي دروازې ته يې هم زيان رسېدلی دی.

پوليس وايي د تاج محل تر ودانۍ لاندې هغه لاره، چې خلک پرې تګ راتګ کوي سرې ډبرې او جوړښت يې هم خراب شوي دي.
په عمومي ډول د تاج محل ساختمان کوم زيان نه دی ليدلی، خو اصلي مقبره زيانمنه شوې، په مهتاب باغ او مريم په مقبرې کې هم ځينې ونې له بېخه وتلې او چپه شوې دي.

د هندوستان د هوا پېژندنې ادارې ويلي چي په اتراپرديش کې به په راتلونکو څو ورځو کې د بادونو او بارانونو د سختو توپانونو شاهد و اوسو.
په اتراپرديش کې له جمعې راهيسې د توپانونو او تندر له امله ۱۳ کسان وژل شوي دي.
تاج محل د مارچ مياشتې له نيمايي څخه د سيلانيانو پرمخ تړل شوې، چې د کرونا ويروس د لا خپرېدو مخه ونيول شي.

د تاج محل مقبره د مغلو د مسلمان باچاه شاجهان د مينې يوه نښه ده چې د خپلې مېرمنې ممتازمحل تر مرګ وروسته يې په ۱۶۳۲ز کې جوړه کړه، چې رغنيزو چارو يې ۱۷ کلونه وخت ونيوه.