د طالب پلاوي سفرونه؛ افغان پلاوی د مذاکراتو پر دوام ټینګار کوي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د سولې د بهیر پر چټکتیا ټينګار کړی.
معصوم ستانکزی ویلي، د سولې بهیر باید چټک شي خو ټینګار کوي چې په دغه بهیرکې بېړه باید د افغانستان د خلکو ګټې له خطر سره مخ نه‌ کړي.
نوموړی زیاتوي، چې د افغانستان د سولې بهیر په اړه ملي، سیمه‌ ييزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې ده او زیاته کړې یې ده چې د سولې په بهیر کې باید ملي بنسټونه هم پیاوړي شي.
د هغه په وینا اوس اړتیا ده چې قطر کې مذاکره‌ کوونکي لوري د دغه بهیر په اړه د افغانستان خلکو ته ځواب ووايي.
د سولې په خبرو کې د افغان حکومت د پلاوي مشر معصوم ستانکزی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، دمګړۍ د طالبانو پلاوی په سفرونو بوخت دی.
تازه د ملابرادر په مشر یو طالب پلاوی ترکمنستان ته تللی دی.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ په دې اړه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه پلاوی تېر ماښام ترکمنستان ته رسیدلی دی.
هغه لیکلي: «په دغه سفر کې به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ مسائلو، تجارتي اړیکو، سیاسي پرمختګونو او نورو اړوندو موضوعاتو بحث او د نظر تبادله وشي.»
له دې وړاندې یاد پلاوي ایران او د عباس ستانکزي په مشرۍ یو پلاوی بیا مسکو ته په سفر تللي وو.
د سولې په خبرو کې پر ځنډ او د طالبانو پر سفرونو عام افغانان او د ملي پخلاینې شورا هم نیوکه لري.
عام افغانان له طالبانو غواړي چې د سفرونو پرځای د سولې خبرونو ته لومړیتوب ورکړي او تر هرڅه ژر روانه جګړه ودروي خو طالبان بیا د جګړې له بندېدو سره مخالفت کوي او د حکومت پر بدلون ټینګار کوي.
په دې وروستیو کې د طالبانو سفرونو او د موقت حکومت بحثونو را پورته کېدو د خلکو اندېښنې ډېرې کړي او امریکا هم دې وروستیو کې د طالبانو د تړون د بیا ارزولو خبر ورکړی دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي