لیکنه: ولمه ځلا
ملي امنیت شورا وايي له یوې نیمې میاشتې راهیسې د طالبانو په بریدونو کې زیاتوالۍ د دې ښکارندوي کوي چې د سولې خبرو ته ژمن نه دي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د غويي میاشتې په شپږمه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل طالبانو د پخوا په پرتله په خپلو بریدونو کې زیاتوالی راوستی دی چې د سولې پروسه به له ننګونو سره مخ کړي.
ده وویل د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې وروسته طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونوکې ۲۸۰۴ تروریستی بریدونه کړي دي چې ۷۸۹ ملکي کسان ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د فیصل په وینا تر هوکړې وروسته هره ورځ په اوسط ډول ۱۵ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې تر ټولو ډېره خونړۍ یې تېره اونۍ وه چې ۳۴ ملکي کسان وژل شوي او ۶۶ نور تپيان دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې په یاده موده کې وسلهوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده چې یواځې په تېره یوه اونۍ کې د امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې ۳۰۹ والو طالبانو وژل شوي او ۲۱۰ یې ټپیان شوي دي.
د فیصل په وینا که څه هم وسلهوال طالبان د سولې خبرو ته ژمن نه دي، خو د ولسمشر محمد اشرف غنی د فرمان له مخې د طالب بندیانود خوشې کېدو لړۍ به دوام لري.
دی زیاتوي تر اوسه د حکومت لخوا د طالبانو د لیست سره سم ۵۵۰ زندانیان خوشې شوي دي، خو هغه بندیان چې ملي امنیت او د دوی شریکانو ته ګواښونکي وي له زندانونو به خلاص نه شي.
خو دی ادعا چې طالبانو تر اوسه هم د حکومت لخوا ورکړل شوي لیست سره سم د دوی زندانیان نه دي خوشې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ورځ تر بلې پر زیاتېدو دی، خو د طالبانو له خوا لا هم بریدونه شته او ملکي کسانو ته هر ورځ مرګ ژوبله اوړلي.
څو ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف په هېواد کې د کرونا وبا او د روژې مبارکې میاشتې لپاره له طالبانو د اوربند غوښتنې کړې وه.
خو په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین پرون د غويي میاشتې په پنځه نېټه پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي وه چې د حکومت لخوا د اوربند غوښتنه دوی ته د منلو نه ده.
شاهین په خپل ټوټېر لیکلي: “د کرونا له امله زرګونه بندیان په خطر کې اچولو او د توافقنامې د بشپړ تطبیق او د سولې پروسې مخنیوي با وجود د اوربند غوښتل معقول نه دي.”
تر دې وړاندې طالبانو په د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و که چېرې امریکا له هوکړې سرغړونو ته دوام ورکړي، نو دوی به هم خپلو بریدونو ته زور ورکړي.