- راپور: ولمه ځلا
طالبان وايي چې کابل کې به د دوی درې کسییزه پلاوی نور د افغان حکومت د کاري تخنیکي ټیم سره د بندیانو د خوشې کېدو په اړه خبرې و نه کړي.
په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین په خپل ټوېټر کې لیکلي چې کابل ته د دوی د بندیانو د کمیسیون تخنیکي ټیم د تصدیق او تثبیت لپاره لېږل شوی تر څو د ژمنې سره سم د بندیان خوشې کېدلو لړۍ پیل شي.
ده لیکلي:
«متاسفانه د بندیانو خلاصون تر اوسه پورې په یوه او بله پلمه ځندول شوی دی.»
شاهین زیاته کړې له همدې امله به نور د دوی تخنیکي ټیم د افغان حکومت سره به په بې پایلو ناستو کې ګدون و نه کړي.
بل لور ته پرون(وري په ۱۸ مه) په کابل کې د سیمه ییزو اروګاونو خپلواکې ادارې رییس او د بین الافغاني پلاوي غړي میتن بېګ په یوې خبرې غوندې کې ویلي و افغان حکومت چمتو نه دی چې د طالبانو هغه ۱۵ کسان خوشې کړي چې په لویو بریدونو کې یې لاس درلود.
بېګ زیاته کړې ده افغان حکومت چمتو دی چې په لومړي سر کې هغه۴۰۰ بندیانو چې د جرم کچه یې ټیټه وي خوشې کړي خو د ۱۵ کسانو خوشې کېدل امکان نه لري.
ده ویلي و چې د طالب بندیانو خوشې کېدل به په څو پړاونو کې ترسره شي خو لومړی باید د تاوتریخوالي کچه ټیټه شي.
بل خوا بیا په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین رسنیو ته ویلي چې د دوی او امریکا ترمنځ په شوې هوکړه کې د دغه ۱۵ کسانو نومونه هم شامل ول.
شاهین زیاته کړې چې دغه ۱۵ کسان به دوی سره د پنځه زره بندیانو په نوملړ او تثبیت کې مرسته وکړي.
حکومت په داسې حال کې د طالب بندیانو د خوشې په اړه داسې څرګندونې کوي چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو لپاره د پنځه زره طالب بندیانو د خوشې کېدو یو شرط اېښودل شوی دی.
سهیل شاهین بیا وايي چې هر څومره د طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ وځنډول شي همدومره به بین الافغاني مذاکرات لپاره زمینه برابره نه شي.
د هوکړې په بنسټ د پنځه طالب بندیانو د خوشې سره سم به د افغان حکومت زر سرتیري هم خوشې شي.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم حکومت د امریکا او طالبانو تر منځ په شوې هوکړې کې د طالب بندیانو پر خوشې نیوکې کړې وې.
خو تر دې وروسته بیا ولسمشر محمد اشرف د خپلې لوړې په مراسمو کې د طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان یې ورکړ.
د طالبانو درې کسییزه پلاوی تېره میاشت د مارچ په ۳۱ کابل ته رسیدلی و او د ملي امنیت شورا هم د دوی راتګ منلی و.
تر دې وړاندې هم د افغان حکومت د لومړي تماس ګروپ او طالبانو تر منځ د طالب بندیانو د خوشې په موخه درې ځلې د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې شوي ديږ