له هوکړې وروسته پر امریکا د طالبانو نیوکه؛ که سرغړونې دوام وکړي، جګړه به زور واخلي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
  • راپور: ولمه ځلا

طالبانو تر شوې هوکړې وروسته د لومړي ځل لپاره پر امریکايي لورې نیوکې کړې \ او ويلي یې دي چې مقابل لوری هوکړې ته ژمن نه دی.
دغه څرګندونې د وري په ۱۷ مه د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د امریکا او د دوی تر منځ د فبروري په ۲۹ نېټه شوې هوکړې ته ژمن پاتي خو امریکا څو ځله له دغې هوکړې سرغړونه کړې ده.
د خبرپاڼې په حواله که چېرې امریکا له دغو سرغړونو لاس په سر نه شي او لا هم پر دوی حملې او بریدونه وکړي نو جکړه به زور واخلي او د بې اعتمادۍ فضا به رامنځته شي.
خبرپاڼه زياتوي چې امریکايي سرتیري په هغه سیمو کې چې هېڅ جګړه نشته او پر دوی بریدونه او حملې کوي.
سرچینه زیاتوي چې پرته له کوم موجه دلیل د ۵۰۰۰ طالب بندیاتو نه خوشې کېدل، د دوی په کسانو بریدونه، عامه ځایونه په نښه کول او په ملکي ځایونو بې ځایه بریدونه او حملې د امریکا له لوري ښکاره سرغړونې دي.
په دغه خبرپاڼه کې طالبانو ویلي چې د امریکا اوطالبانو تر منځ د هوکړې پر بنسټ مخکې له دایمي اوربند او بین الافغانی مذاکراتو پر دولتي ځایونو بریدونه کولای شي خو لا هم دوی د تېر کال په پرتله جکړه کمه کړې ده.
خو تر دې وړاندې امریکا او افغان حکومت پر طالبانو غږ کړی و چې دوی دې اوربند اعلان او د تاوتریخوالي کچه ډې ټیټه کړي.
همدا زار تېره اونۍ په ناټو کې د امریکا سفیرې، افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې هېډن او اروپايي ټولنې له طالبانو غوښتنې کړې وه چې د تاوتریخوالي کچه دې کمه او بین الافغاني مذاکراتو ته دې چمتوالی ونیسي.
تر هوکړې وروسته دا لومړۍ ځل دی چې طالبان پر امريکايي لوري په زغرده نیوکه کوي او د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه یې کړې ده .
د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ د طالبانو درې کسییزه پلاوی د طالب بندیانو د خوشې په موخه کابل ته رارسیدلی، او د دوی تر منځ خبرې روانې دي.
خو تر اوسه افغان حکومت او د طالبانو پلاوی د د بندیانو د خوشې کېدو او تبادلې په اړه کومې هوکړې ته نه دي رسیدلي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت ویلي و چې د طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ به د مارچ په ۳۱ مه نېټه پیل شي خو دغه لړۍ لا هم همداسې پاتې ده.
خو امريکايي چارواکو څو ځله ټینګار وکړ چې د طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ باید پیل او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره دې لاره هواره شي.