لیکنه: دوکتور إبراهیم الفقي
ژباړه: نوید صهیب
په خواشینۍ سره زموږ ترمنځ ډیر داسې خلک ژوند کوي، چې ژوند یې ترې ضایع او بابېزه تیرېږي، نه کوم لوی هدف او هویت لري او نه په ژوند کې داسې مهم څه او لومړیتوبونه ورسره شته؛ چې د ترسره کولو لپاره یې راوړاندې شي او هڅې وکړي.
آیا په ژوند کې یو هدف درسره شته!؟
په خواشینی سره ډیر خلک د ښه ژوند او نعمتونو درلودلو خوبونه ویني، خو په رښتیا د دې خوبونو د بدلېدو لپاره یو ټاکلی ځواک، فکر او لیکلې نقشه نه لري. که خپل شاوخوا چاپېریال ته وګورو، د انسانانو په نړۍ کې د تیرېدونکو جسدونو بیخي لویه برخه یې له یوې ښکاره لاروښونې او په دقت رسم شوې سیده کړنلارې څخه پرته تېرېږي.
هیله ده دا خبره په لاندې مثالي کیسه کې یو څه روښانه شي؛
یوه ودانيز شرکت خپل دوه کارکوونکي د یوې لوړ پوړیزه ودانۍ په بام د یو څه د ترمیم لپاره ولېږل. کاریګر چې ودانۍ ته ورسېدل د ودانۍ د لېفټ په دروازه په یوه پاڼه لیکل شوي و (لېفټ بند دی)، دوی له ښه شېبه فکر وروسته پرېکړه وکړه چې د زینو له لارې د خپل کار ترسره کولو لپاره د ودانۍ بام ته وخېژي. دواړه خپل کاري سامان سره یو ځای په ډیره ستړیا، دمو او خولو تویولو سره د څلوېښت پوړیزه ودانۍ په بام د موخې ځای ته ورسېدل. یو یې بل ته ورنیږدې شو ویې ویل: دلته دوه خبرې دي چې غواړم ورباندې پوه دې کړم، یوه خوشالوونکې او بل خفه کوونکې!!!
ملګري یې وویل: لومړی یې په خوشالوونکې پیل کړه.
– خوشالوونکې دا چې موږ د ودانۍ بام ته ورسېدو.
ملګري یې په هسکه غاړه او خوښۍ سره وویل: ډیر ښه، بېشکه موږ بریالي شوو، بد خبر چېرته!.
دې بل په تنده لهجه وویل: دا هغه ودانۍ نده چې د کار لپاره وروان وو، موږ غلط شوي یو!!!.
د کیسې مفهوم او مغز څه دی؟
په خواشینۍ سره ګرانه لوستونکیه دلته ډیر خلک په ژوند کې داسې تېرېږي لکه دغه دوه کارګر، کوښښ کوي، ستړي کېږي او خولې تویوي؛ خو وروسته بیا داسې څه ته رسېږي…! ولې؟
دا ځکه چې دوی مخکې له جوړولو څخه د ځانونو لپاره نقشه او داسې یوه دقیقه کړنلاره نه وي جوړه کړې چې دې مهم سوال ته ځواب ووایي:
په حد ټاکلو او نقشې جوړولو سره څه غواړو… څه چې غواړو څه ډول یې ترسره کړو!؟
دا کیسه مو په خبرو کې راټوکېدلي دې سوال ته بیایي:
– آیا په ژوند کې داسې موخه لرې چې د تحقق لپاره یې هڅې کوې!؟
– آیا په دې پوهیږې چې تر ځایه پورې تلونکی یې؟
یل yale پوهنتون د کارونو د ادارې له مخې د لسو کلونو په اوږدو کې د فارغو شویو کسانو د بریا او پرمختګ په اړه څېړنه کړې.
دوی وموندله چې٪۸۳ سلنه هغو خلکو چې د خپلو موخو او کارونو لپاره یې ټاکلی هدف او نقشه نه درلوده، یوازې د ژوندي پاتې کېدو لپاره یې زحمت ایستلی، ستونزې یې ګاللې او ستړي شوي، پرته له کومو سترو لاسته راوړنو، یوازې خپل ځان او عیال ته د ژوند پایېدلو لپاره په نفقه تیارولو توانېدلي.
دوهمه ډله ٪۱۴ سلنه یې هغوی وو چې موخې یې درلودل؛ خو منظم یې لیکلي نه وو او نه یې د لاس ته پوره کېدو لپاره منظمې نقشې ایستلې وې. دوی بیا هم تر لومړۍ ډلې کسانو درې برخې ډیر پرمختګ او لاس ته راوړنې درلودې.
درېیمه ډله هغه ٪۳ کسان وو چې په ژوند کې یې منظم لیکلي اهداف درلودل او د تحقق لپاره یې منظمې نقشې رسم کړې وې او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره یې روښانه کړنلارې غوره کړې وې.
دا څېړنه موږ ته په ژوند کې د اهدافو درلودلو، د رسېدو لپاره یې د منظمو نقشو د رسم او همدارنګه په دې لاره کې د پیاوړې همت او ارادې ګټې او اهمیت په ډیره ښه توګه راپه ګوته کوي.
دوام لري…