لیکنه: دوکتور إبراهیم الفقي
ژباړه: نوید صهیب
تلونکی؛ خو تر کومه ځایه!..
رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي:«ﻛُﻞُّ ﺍﻟﻨَّﺎﺱ
ﻳَﻐْﺪُﻭ، ﻓَﺒِﺎﺋِﻊٌ ﻧَﻔْﺴَﻪُ ﻓﻤُﻌْﺘِﻘُﻬﺎ، ﺃَﻭْ ﻣُﻮﺑِﻘُﻬَﺎ» ﺭﻭﺍﻩ ﻣﺴﻠﻢ
ژباړه: هر انسان سهار کوي، بیا خپل ځان پلوري، یو نفس یې له عذاب څخه خلاصوي او بل یې هلاکوي. یاني په دې دنیا کې هر څوک روان دی او تېرېږي، څوک په یوه څرګنده لاره تېرېږي او په هغې له شته نښو څخه د خپل ځان د اخروي او دنیوي خیر لپاره کار اخلي. څوک بیا بې لارې او په ورکو لارو داسې روان وي، چې په کڅوړه کې یې د خیر ښېګڼې هېڅ کوم غشی او د یوې ښې راتلونکې خوب او فکر ورسره نه وي.
په ژوند کې هر څوک هیلې او د هیلو په مخ کې ننګونې او لوړې ژورې لري. ځینې داسې وي چې روح او زړه یې تر هغې نه آرامه کېږي، ترڅو چې خپلو هیلو او موخو ته په ښکاره او ملموس ډول رسېدلي نه وي. به موږ کې ځینې بیا داسې دي چې په ژوند کې خپل ټول ښه خوبونه او هیلې هېروي، د ژوندي پاتې کېدلو لپاره یوه ګوله ډوډۍ، د اولادونو نسبي غوښتنې او اړتیاوې پوره کول یې تر ټولو سترې موخې، په کراره مرګ او له قرضونو خلاصون یې سترې هیلې وي.
د انسان ټول ځواک له موږ څخه د خرما د داسې ډېرې لوړې ونې په څېر لرې دی، چې ټولې کجورې یې نشو راڅنډلی. د الله تعالي له خوا له ورکړل شوي انساني ځواک ډیره کمه اندازه یې موږ په کار اچولی. د انسان دغه ځواک موږ د دقیقو لوړو موخو د نه ټاکلو او د هڅو، لېوالتیا او د بریالي حس په نه کارونې سره له منځه وړو.
د حیرانتیا ځای دا دی چې دلته ډیر داسې حقایق شته چې زموږ سترګې یې له لیدلو تر اوسه ړندې دي او نه غواړو ډیر ژور وضاحت یې وکړو. یوه ورځ مې د یوه کاناډایي شرکت له مدیر څخه په خبرو کې وپوښتل: تا په دې نېږدې وخت کې د تفریح لپاره چېرته بهر ته تللی یې!؟. هغه ویل: هو، زه مکسیکو ته تللی وم، هلته مې دوه اونۍ تیرې کړې.
ما وویل: ډیر ښه، هلته مو د تلو لپاره څه ډول پلان او نقشه جوړه کړې وه!؟
مدیر: هو، لومړی مې د چکر مصرف سنجولی و، بیا مې هلته د اوسېدو د ځای په اړه فکر کړی و، څو سیاحتي شرکتونو سره مې اړیکه ونیوله، هغه چې تر نورو یې چوپړتیا ډیره وه هغه مې خوښ کړ، خپل د اړتیا وړ توکي مې راسره واخیستل، دا چې هلته تلل مې د پلان او نقشې په اساس و، تګ مې هم راته په زړه پورې او ګټور و.
ما ورته ویل: ډیر ښه، فکر کوم تاسو له هغو خلکو څخه یئ چې د هر کار لپاره پلان جوړوي او دقیقه نقشه وباسي!
په مسکه لهجه یې وویل: طبعا، په ځانګړي ډول په سفرونو کې دقیقه نقشه جوړوم، دقیق پلان ناڅاپي کړنو او پرېکړو ته ځواب وایي، د خرابو کارونو د کمولو او سمون لپاره د سړي وخت ډېروي، په نقشه او پلان جوړونې سره له ناڅاپي ناخوښه چارو لرې کېږم.
بیا مې ترې وپوښتل: ته د خپل ورځني ژوند لپاره هم نقشه او پلان جوړوې؟. هغه ویل نه، دا ډیر وخت او کوشش ته اړتیا لري، چې له ماسره نشته؛ خو بیا هم په خپل ذهن کې د خپل ورځني ژوند لپاره یوه نقشه په پام کې نیسم.
درانه لوستونکیه فکر وکړه!
ملګري مې د یوه تفریحي سفر لپاره نقشه ایستلې وه، له هر هغه څه یې کار اخیستی و چې په دې سفر او موخو ته په رسېدو کې یې ورسره مرسته کولای شوه؛ خو د ټول ژوند لپاره یې له وړاندې هېڅ لیکلی پلان او نقشه نه درلوده او نه یې مهم ګڼل.
یو بل چې راته ویل چې زه له مخکې د اهدافو په ټاکنه او نقشه لیکلو هېڅ باور نه لرم، یوازې د وخت ضایع کول راته ښکاري، ویل په دې اړه مې ډیر لوستي او په ډېرو سمینارونو کې مې ګډون کړی. ویل مخکې مې د اهدافو په ټاکلو کې ډیر کوشش کړی، مګر ټولې هڅې مې بابېزه او ښکاره تاوان و.
ما ترې وپوښتل: ته کولای شې په خپل موټر کې یوې نوې سیمې او ښار ته له آدرس او درک یا ګرځنده جي پي اس خریطې درلودو پرته ولاړ شې؟، په څه ډول به ځې او ځان ته به د دې پوښتنو ځواب څه رقم ورکوې، چې څومره لاره مې وهلې، څومره پاتې او اصل منزل چېرته دی!؟
په چټکۍ سره یې وویل: نه، هلته داسې تګ له خطر څخه خالي نه دی.
بیا مې ترې وپوښتل: سمه ده، داسې تګ ستونزمن دی، اوس دا راته ووایه چې که وغواړې یوه نابلده ښار ته ولاړ شې، مخکې له مخکې به څه کوې؟
ویې ویل: دا چې چېرته ځم د دې لپاره یو مسیر ټاکم، اړتیاوې ټاکم یا دا چې ولې ځم، بیا د لارې ګرځنده خریطه تیاروم، د لارې معلومات کوم چې څه ستونزې په مخکې دي، لاره امن ده کنه!، د بېرته راګرځېدو وخت سنجوم او ټول هغه نور معلومات کوم چې په سفر کې راسره مرسته کولای شي، بیا وروسته سفر پیلوم.
زه بېرته خپلې لومړۍ پوښتنې ته را وګرزېدم: که چېرته دا هر څه ونه کړې څه به وشي!؟
هغه وویل: خامخا به لاره ورکه کړم او به ستونزو کې به راګیر شم.
ګرانو لوستونکو!
دا د هغه چا د تلو لوری او وروستۍ طریقه ده چې په یو دوه ورځني سفر کې د نقشې او درک نه شتون بد ګڼي؛ خو بل لوري ته بیا د خپل ټول ژوند لپاره په نقشه او پلان جوړولو باور نه لري او بابېزه یې ګڼي. آیا هغه به په خپل اوږده ژوند کې له خریطې، نقشې او پلان پرته لاره ورکه نه کړي او په ستونزو کې به راښکېل نشي!؟
دوام لري…