ژباړه: نجم الرحمن ناصري
منیت پر دې سربېره چې انسان ته رنج او درد پیدا کوي، د رښتیا د درک مانع هم ګرځي. منیت د جهل، نادانۍ او د خپل ذهن له محتویاتو څخه د نه خبرېدلو پایله ده. څوک چې منیت لري او خپل ذهن ډګ احساس کوي د درک او پوهې په اړه د ځان بسیایني احساس لري. د هوښیارۍ لومړی شرط دا دی چې انسان خپله ناداني قبوله کړي، هغه کس چې خپله ناداني قبوله کړه، نو دانایي به خوښه کړي.
هغه کسان چې د دانایي احساس کوي، نو تحقیق او څېړنې ته به یې څه اړتیا پیدا شي، ځکه به نادان پاتې شي. ډېری هغه کسان چې له ښوونځي او پوهنتون څخه فارغ التحصیل کېږي، فکر کوي چې پر هر څه پوهېږي او نور د تفکر او علم اړتیا په ځان کې نه ویني.
تر ټولو مهم هغه څه چې ډېری کسان له تعلیم څخه لاسته راوړي، هغه منیت دي. ډېره د حیرانتیا خبر دا ده چې خلک له تحصیل سره خپل درک او د رښتیا فهم له لاسه ورکوي. همدا یې لامل دی چې آلبرت انشتین وایي:
“د تخصص لاسته راوړلو فکر د رښتیا تر ټولو غټ خصم دی، تر څو د انسان منیت له منځه لاړ نشي انسان توپیر نه کوي. لکه د یوې دانه غوندې چې لومړی باید خاورو لاندې شي مړه شي، چې تیغنه ووهي او وده وکړي. هغه څوک چې ځان دانا او متفکر بولي هېڅکله به توپیر او وده ونه کړي.
انسان باید د خلکو په منځ کې ژوند، وده او توپیر وکړي، نه په يوه ګوښه او د خلکو له سترګو پټ. انسان کله کله ګوښې ته هم اړتیا پیدا کوي، خو داسې نه چې دا کار یې تلپاتې شي. انسان کله خلوت او کله جمعې ته اړتیا لري. انسان د دې لپاره چې پر ځان بسیا شي او وده وکړي، کله ګوښې او کله ټولنې ته اړتیا لري.
باید له هر هغه عمل څخه چې منیت مو له منځه وړي، ګته پورته کړو، نه د دې لپاره چې ځان غټ ښکاره کړو. هغه څوک چې وایي زه یو څه او یو کس یم، وده نشي کولای، څومره ښایسته او ژور. انسانان هر کله غواړي چې ځان ثابت کړي او تل په خپل منیت کې بند پاتي دي، خو له بده مرغه نه پوهېږي چې د ټولو دردونو پیل دا دی چې ځان هرڅه بولي، او کېدای شي شخړي، جنګونه، غلاوې او د خلکو آزارول له همدې منیت سره اړیکه ولري او منبع یې همدا شی وي. دا میل او غوښتنه تر هغه له انسان سره وي، چې له منځه لاړ شي او عمر یې پایته ورسېږي.