افغانستان هر کال سلګونه زره ټنه تازه مېوه او سبزي پاکستان ته صادروي

رنګین تجريدي ډیزاین
لیکنه: سمیع الله درانی

دا منو چې افغانستان یو کرهنیز هېواد دی، چې ډېری حاصلات یې تازه مېوه او سبزيجات دي.
د کرونا ویروس له امله ډېری هېوادونو یو د بل پر وړاندې بندرونه وتړل، چې یو له دغو هېوادونو څخه پاکستان هم و.
پاکستان درې میاشتې له افغانستان سره خپل درې ستر سوداګریز بندرونه تورخم، غلام خان او سپین بولدک د تګ راتګ پرمخ وتړل.
اوس یو ځل بیا پاکستان اعلان وکړ، چې درې ستر سوداګریز بندرونه یې د افغانستان د ترانزیټ پرمخ پرانیستل.
د افغانستان د سوداګرۍ خونه وایي، چې افغانستان هر کال د دغو بندرونو له لارې ۳۵۰ زره ټنه تازه مېوه او سبزیجات پاکستان ته صادروي.

د سوداګرۍ وزارت هم وایي چې د جون له ۲۲ مې نېټې څخه د افغان سوداکریزو توکو صادرات پاکستان ته پیل شول.
د یاد وزارت په خبره هره ورځ به په افغان توکو بار لسګونه موټرې به پاکستان ته ځي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د حاصلخېزۍ پرمهال د دغو بندرونو پرانیستنه افغان بزګرانو ته خورا ارزښتمند دي.
مسوولین وایي چې په تېرو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د ۳۰۵ میلیارد ډالرو په اندازه وه، خو د کرونا او بندرونو د تړلو له امله دا سوداګري یو میلیارد امریکایي ډالرو ته راښکته شوې ده.